ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
24 Mar 2020 - 15:01
ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
24 Mar 2020 - 15:01

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩): د ملګرو ملتونو سرمنشي د کرونا ويروس پر ضد د سمې مبارزې په موخه په ټوله نړۍ کې د روانو جګړو بندولو او اوربند غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان اعلان کړى چې دغه ويروس او ناروغۍ تقريباً ټوله نړۍ کې خپره شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د وري په ٥مه په خپل يو ويډيويي پيغام کې ويلي چې د کرونا ناروغي قوم، مليت او ايمان ته اهميت نه ورکوي او پر ټولو بريد کوي.

هغه زياته کړې چې وسله والې نښتې په ټوله نړۍ کې مخ پر زياتېدو دي او ځپل شوي خلک تر ټولو ډېر زيانمنيږي.

نوموړي ويلي: ((زه په همدې دليل په  ټوله نړۍ کې په بېړني ډول د اوربند غوښتنه کوم.))

نوموړي ټينګار کړي، اوس هغه وخت را رسېدلی چې د جګړې ناروغي پای ته ورسول شي او د کرونا له ناروغۍ سره مبارزه وشي چې ټولې نړۍ ته زيان رسوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وينا، دا هر څه د جګړې په درولو سره پيلېږي او دا هغه څه دي چې د بل هر وخت په پرتله اوس انساني کورنۍ ډېره اړتیا ورته لري.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم نن په يوه وينا کې له طالبانو وغوښتل چې د کرونا پر ضد مبارزې سره دې اوربند وکړي.

بلخوا د روغتيا نړیوال سازمان مشر ټيډروس اډانوم ويلي چې د کرونا ويروس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

هغه په جنيوا کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې پر کرونا د اخته خلکو شمېر له درې سوه زرو اوښتی او د نړۍ نږې ټولو هېوادونو ته رسېدلی دی.

نوموړي ويلي، ډېر هېوادونه په دې هڅه کې دي چې په تېزۍ سره د کرونا د خپرېدو مخه ونیسي، خو دا هڅې ممکن د ځانګړي ساتن توکو پر توليد اغېز ولري او په دې برخه کې له کموالي سره مخ شي چې دا به ډېرې بدې پايلې ولري.

د کرونا ناروغي چې شاوخوا درې مياشتې مخکې په چين کې خپره شوه، تر اوسه د نړۍ ١٨٠ هېوادونو ته رسېدلې او شاوخوا ٣٨٠ زره کسان پرې اخته، ١٦ نيم زره کسان ترې مړه شوي او تر سلو زرو زيات ناروغان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.