ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او لوګر کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي

هلمند او لوګر کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي

author avatar
24 Mar 2020 - 15:14
هلمند او لوګر کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي
author avatar
24 Mar 2020 - 15:14

پل علم- لښکرګاه (پژواک، ٥ ورى ٩٩): په لوګر او هلمند ولايتونو کې د ١٢٨ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د اړوندې موضوع په اړه د وري په پنځمه د لوګر په مرکز پل علم کې جوړې شوې غونډې ته د دغه ولايت د پوهنې رييس نثاراحمد سعيدي وويل چې د لوګر په ځینو سيمو کې د پوهنې وزارت له پراختيايي بودجي د هلکانو او نجونو ٢٠ ښوونځي بيارغول شوي دي.

هغه وايي چې پر دغو ښوونځيو څه باندې ١١٣ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د پوهنې وزارت له پراختيايي بودجي ورکړل شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځيو کې اووه يې په مرکز پل علم، پنځه په بره کي برک، درې په محمد اغې، دوه په خوښۍ، دوه په څرخ او يوهم ازرې ولسوالۍ کې دي.

ده وويل: ((په دغو ښوونځيو کې پنځه زره نجونې او ٣٠زره هلکان زده کړې کوي، مخکې يې د ودانۍ په برخه کې ستونزې درلودې، خو د دې ودانيو په جوړېدو سره يې ستونزې هوارې شوې.))

د لوګر د پوهنې رييس زياتوي چې روان کال (١٣٩٩) يې د زده کړو کيفيت ښه کولو په نوم نومولى دى.

په دې غونډه کې د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل چې حکومت د زده کړو لپاره اسانتياوې برابروي، خو خلک هم مسووليت لري چې خپل اولادونه د زده کړو لپاره ښوونځيو ته واستوي.

دى وايي: ((له خلکو غواړو چې د ښوونځيو په ساتنه کې له موږ سره جدي همکاري وکړي.))

دغه راز د مرکز اړوند د کلنګار لېسې زده کوونکي حميد پژواک ته وويل: ((پخوا زموږ ښوونځي ودانۍ نه درلوده، په سخت مشکل کې و، ډېر وخت به د باد او باران پرمهال ښوونځى رخصت و او امنيتي مشکلات هم وو خو اوس به دا هرڅه حل شي.))

د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د روان کال تر پايه په دغه ولايت کې ٢٥ نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ ورغول شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نجونو يو ښوونځى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې دغه ښوونځى د يو کال په موده کې جوړ شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.