ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پشه يان: کورنيو چارو وزارت زموږ قوم ته سپکاوی کړی

پشه يان: کورنيو چارو وزارت زموږ قوم ته سپکاوی کړی

author avatar
24 Mar 2020 - 15:28
پشه يان: کورنيو چارو وزارت زموږ قوم ته سپکاوی کړی
author avatar
24 Mar 2020 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۹): په ننګرهار کې د پشه يي قوم يو شمېر ځوانانو کورنيو چارو وزارت تورن کړی چې ګواکې يوه رسمي مکتوب کې يې دغه قوم ته سپکاوی کړی دی.

دوی وايي، تل يې د حکومت ملاتړ کړی، همدا اوس يې هم زرګونه ځوانان د پوځ په ليکو کې له هېواده دفاع کوي خو که چېرې کورنيو چارو وزارت پر خپل دغه کار بښنه ونه غواړي نو دوی به ياد ځوانان د پوځ له ليکو را وباسي.

له تېرو څو ورځو راهيسې ټولنيزو شبکو کې د کورنيو چارو وزارت يو مکتوب لاس په لاس کېږي چې په کې دغه وزارت خپلو ارګانونو ته سپارښتنه کړې څو پشه يي قوم باندې نظارت وکړي چې له حقاني شبکې سره همکاري ونه کړي.

په دري ژبه ليکل شوي یاد مکتوب کې راغلي: ((د ۱۳۹۸ کال د کب له لومړيو حقاني شبکې د خپلو شومو ترورستي فعاليتونو په سلسله کې پلانونه جوړ کړي چې پر قاطع ماموريت ځواکونو باندې نفوذي بريدونه وکړي. دې شبکې ارزونه کړې چې پشه يي قوم په قاطع ملاتړ ماموريت کې نفوذ لري او کولی شي چې بريدونه ترسره کړي؛ ځکه قاطع ملاتړ ځواکونه په دغه قوم باور لري، وړاندې هم حقاني شبکې نامعلوم شمېر پشه يان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې استخدام کړي وو.))

د وري په ۵مه يو شمېر پشه يي ځوانانو د ننګرهار ولايتي شورا په انګړ کې د کورنيو چارو وزارت د دغه مکتوب په غبرګون کې کنفرانس ورکړ او دا چاره يې د دغه قوم سپکاوی ياد کړ.

د دوی له ډلې عبدالسلام پشه يي وويل، د کورنيو چارو وزارت هغه مکتوب چې له حقاني شبکې سره يې دغه قوم پر اړيکو تورن کړی، پشه يي قوم ته سپکاوی دی او بايد په دې اړه وضاحت ورکړي.

دوی ګواښ وکړ، که کورنيو چارو وزارت د دغه مکتوب په اړه وضاحت ورنه کړي او بښنه ونه غواړي نو دوی به خپل هغه زرګونه ځوانان بېرته خپلو کورونو ته وګرځوي چې د پوځ په ليکو کې دنده ترسره کوي.

په پشه يي قوم پورې تړلي مدني فعال عبدالرحمن معاون په دې تړاو وويل: ((موږ له نورو قومونو سره اوږه په اوږه د خاورې او وطن ساتلو لپاره قرباني ورکړې، تر اوسه داسې بېلګه نشته چې يو پشه يي دې ځانمرګی کړی وي، يا کوم بل ترورستي عمل. که بښنه ونه غواړي نو موږ به سوله ييز لاريونونه پيل کړو او هغه ځوانان چې د پشه يي قوم دي او د پوځ په ليکو کې دنده ترسره کوي له دندو به يې راوګرځوو.))

د پشه يي قوم دغو ځوانانو په ورته وخت کې له حکومته دا ګيله هم وکړه چې دوی ته يې په تېرو پنځلسو کلونو کې په کابينه کې هېڅ ونډه نه ده ورکړې.

د دوی له ډلې شکېب شريفزي وويل، پشه يي قوم تل د حکومت لپاره قرباني ورکړې خو نه هم د مخکني ولسمشر حامد کرزي او نه هم د اوسني ولسمشر اشرف غني له لوري په کابينه کې ځای ورکړل شوی، حتي د يو وزارت د معينيت په څوکۍ هم پشه يان نه دي ګومارل شوی.

دوی وايي، لومړی شکمن وو چې ښايي مکتوب جعلي وي خو نن سهار يې يو ځل بيا د کورنيو چارو له وزارت سره ياد مکتوب چک کړی چې اصلي مکتوب دی.

پژواک هڅه وکړه، په دې اړه د کورنيو چارو وزارت نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.