ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د ناټو څلور سرتېري پر کرونا اخته شوي

په افغانستان کې د ناټو څلور سرتېري پر کرونا اخته شوي

author avatar
24 Mar 2020 - 16:44
په افغانستان کې د ناټو څلور سرتېري پر کرونا اخته شوي
author avatar
24 Mar 2020 - 16:44

 

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩): په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت اعلان کړى چې څلور سرتېري يې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

په کابل کې د دغه ماموريت له خوا د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د دوى په سرتېرو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ناټو ويلي چې دا سرتېري تازه له خپلو هېوادونو راغلي وو او په يوه احتياطي روغتيايي مرکز کې تر څارنې لاندې وو، خو کله چې د کرونا نښې په کې وليدل شوې، نو له معايناتو وروسته قرنطين شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوى احتياطي تدابير نيولي، څو د هغو کسانو معاينات هم ترسره کړي چې دغو اخته شوو سرتېرو په اړيکو کې وو.

سرچينې زياته کړې چې د دغو سرتېرو هويت د اړوندو هېوادونو له خوا تر اعلان مخکې دوى نه شي په ډاګه کولى.

ناټو ويلي چې د دوى شاوخوا١٥٠٠ سرتېري په احتياطي روغتيايي مرکزونو کې تر څارنې لاندې دي، چې ځينې يې تازه له خپلو هېوادونو راغلي او يا له رخصتيو بېرته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې تر ننه پورې د دوى ٣٨ سرتېري د زکام په څېر نښې په کې ليدل شوي، قرنطين شوي او تر درملنې لاندې دي.

د کرونا ناروغي چې شاوخوا درې مياشتې مخکې په چين کې خپره شوه، تر اوسه د نړۍ ١٨٠ هېوادونو ته رسېدلې او شاوخوا ٣٨٠ زره کسان پرې اخته، ١٦ نيم زره کسان ترې مړه شوي او تر سلو زرو زيات ناروغان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.