جلال اباد (پژواک، ۶ وری ۹۹): ننګرهار ولایت کې د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه سر له سبا (پنجشنبې) د خوراکي او روغتیایي توکو له هټیو پرته ټولې هټۍ او مارکېټونه تړل کیږي او په هر ډول غونډو بندیز لګول کیږي.
ننګرهار کې د کرونا ويروس د مخنيوي کمېسيون په دغې پرېکړه کې راغلي چې د ياد کمېسيون ټولې کمېټې او امنيتي ادارې د دغې پرېکړې په پلي کولو مکلفې دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر لیکي چې د یادې پرېکړې له مخې، د هټيو د بندښت په موده کې د مارکېټونو او دوکانونو مالکان نه شي کولی له هټۍ والو د هټۍ کرايه واخلي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په پرېکړه کې دا هم راغلي چې جلال اباد ښار کې ټول ریکشا چلوونکي دنده لري تر څو ماسکونه او دستکش وکاروي او پر خپلو ریکشاګانو وخت په وخت مکروب ضد دوا وشیندي.
هغه ټینګار کوي، وایي هغه کسان چې اړتیا نه لري، باید په خپلو کورونو کې پاتې شي.
ده له علماوو، مخورو او ټولو خلکو غوښتي چې د دغې پرېکړې په پلي کېدو کې مرسته وکړي، تر څو دغه ولایت د کرونا ویروس له خپرېدو وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده چې هرات کې پر ګرځېدو راګرځېدو سخت محدودیتونه وضع شوي او هلته هم د هغو هټیو فعالیت ته اجازه نه ورکول کیږي چې ډېرې اړینې نه وي، خو د خوراکي توکو هټۍ او درملتونونه کولای شي فعالیت ولري.
دغه راز ټاکل شوې چې سر له سبا په نیمروز کې هم د ورځې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز ولګول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن