کابل (پژواک، ۶ وری ۹۹): ولسمشر غني په امنیتي سکتور کې د یو میلیارد ډالرو د سپما پلان په داسې حال کې له درېیو څخه دوو کلونو ته راکموي چې امریکا د ده او عبدالله د اختلاف له امله له افغانستان سره کلنۍ مرستې کموي.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو د مالي، اداري او تامیناتي معینانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې، له درې کلونو څخه دوو کلونو ته د لګښتونو د موثرې سپما په اړه خبرې وکړې او لارښوونه یې وکړه چې دغه سپما دې په دوو کلونو کې عملي شي.
سرچینه لیکي چې د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د یادو وزارتونو معینانو په تېر یوه کال کې په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو او د بې ځایه او غیرموثرو لګښتونو د مخنیوي له لارې د ۳۰۰ میلیون ډالرو سپما راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.
غني له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د بین المللي مرستو د دوام د ډاډ پر مهال د یادو وزارتونو معینانو ته لارښوونه کړې چې په راتلونکي یو کال کې باید د دغو ځواکونو د باکیفیته خدمتونو په ساتنې سره دې د امنیتي او دفاعي سکتور په لګښتونو کې یو میلیارد ډالر وسپمول شي.
ولسمشر ویلي چې د دولت په ټولو برخو کې د بې ځایه لګښتونو څخه ډډه کول او سپما ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو لپاره اساسي ګام دی.
جمهوررئیس په دغه ويډیو کنفرانس کې د یادو وزارتونو معینانو ته لارښوونه کړې چې تر راتلونکو پنځو ورځو دې د دغو وزارتونو په مرکزي قرارګاوو کې د تشکیلاتي پړسوب او تراکم، د ګډ میکانیزم له لارې د اکمالاتو، په سون توکو کې د لوړو لګښتونو د مخنیوي په خاطر له برېښنا انرژۍ سره د ټولو امنیتي ځواکونو د مرکزونو د وصلولو، د وسایطو پېرلو، ساتنې او څارنې طریقو ته د بیا کتنې او ټولو سترو مواردو په برخو کې خپلې طرحې ترتیب او د سپما برنامې دوه کلن پلان په رڼا کې دې عملي کړي.
غني همداراز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته لارښوونه کړې چې د افغانستان د ملکي خدمتونو په سیستم کې هم دغېرضروري لګښتونو د سپما پلان، ترتیب او عملي کړي.
هغه ملت ته په پروني پیغام کې وویل:« د بین المللي مرستو د کمښت په خاطر ریاضتي برنامې تر لاس لاندې لرو او همدارنګه د بدیلو برنامو په لټولو سره به د امریکا د یو میلیارد ډالرو مرستې تشه ډکه کړو او د دغو مرستو کمښت به پر کلیدي سکتورونو ناوړه اغېز ونه کړي.»
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټاکنو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل نوماند ډاکټر عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېره ورځ کابل ته راغی تر څو د غني او عبدالله تر منځ اختلاف حل کړي، خو پومپيو په دغه کار کې بريالى نه شو.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ ویلي و چې غني او عبدالله د يوه ټولشمول حکومت پر جوړولو هوکړه ونه کړه او امریکا هم له افغانستان سره له خپلو کلنیو مرستو څخه يو ميليارد ډالره کموي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن