ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې پر درمسال برید په پراخه کچه وغندل شو

کابل کې پر درمسال برید په پراخه کچه وغندل شو

author avatar
25 Mar 2020 - 18:17
کابل کې پر درمسال برید په پراخه کچه وغندل شو
author avatar
25 Mar 2020 - 18:17

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٩): بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو، د افغانستان اوسني او پخواني ولسمشر او ډاکټر عبدالله، کابل کې پر درمسال نننی برید غندلی دی.

د کابل ښار لومړۍ ناحیې اړوند په شوربازار سیمه کې د اهل هنودو یوه درمسال ته نن سهار یو بریدګر ننوتی و او له امنیتي ځواکونو سره یې شپږ ساعته جګړه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې ۲۵ کسان وژل شوي، ۸ ټپیان دي او د برید مسووليت داعش ډلې منلى دى.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ننني برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې په مذهبي ځایونو برید د دښمن سخته ژبه ښیي.

د دغې خبرپاڼه له مخې، غني د برید د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

ولسمشر غني په مذهبي مراسمو برید نه بښونکی بللی، ویلی یې دي :"زموږ هندو او سک هېوادوال د تاریخ په اوږدو کې د سوله ییزې همکارۍ یوه ښه بیلګه وو. دغه هېوادوال له ستونزو او کړاوونو سره سره چې دوی ورسره مخ دي، په وطن کې پاتې شوي او په ټولنه کې د ګټور رول لوبولو لپاره هلې ځلې کوي. د افغانستان حکومت ژمن دی چې د دې هېوادوالو دفاع وکړي."

د سرچینې په وینا، ولسمشر اړوند مسوولینو ته لارښوونه کړې چې په دغه پېښه کې له ټپيانو سره له هیڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یاد برید غندلی دی.

کرزي ویلي:"د افغانانو وژنه په هر عنوان او د هر چا له خوا چې وي واضح بشري ضد جنایت او د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو موازینو خلاف عمل دی."

عبد الله عبدالله چې ځان یې ولسمشر اعلان کړی هم پر خپله ټوېټر پاڼه دغه برید یو بشري ضد جنایت بللی او لیکلي یې دي چې په مذهبي اقلیت باندې برید په هېڅ دین او قانون کې جواز نه لري.

هغه لیکلي:"تروریستان هڅه کوي افغانستان کې مذهبي او ټولنیزې جګړې پیل کړي، خو دوی له ناکامۍ سره مخ دي، ځکه د افغانستان خلک مذهبي او ټولنیزو توپیرونو ته په درناوي له پیړیو راهیسې یوځای ژوند کوي."

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ننني برید په اړه په خپل پیغام کې ویلي:«
د انسانیت دښمنانو نن سهار د کابل ښار په شوربازار سیمه کې د اهل هندو پر ګوردوارې د برید په کولو سره یو ځل بیا د بشریت روح ټپي کړ. »

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.