ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هند کې بند پاتې افغانان په ځانګړو الوتنو کې کابل ته را لېږدول کېږي

په هند کې بند پاتې افغانان په ځانګړو الوتنو کې کابل ته را لېږدول کېږي

author avatar
26 Mar 2020 - 11:34
په هند کې بند پاتې افغانان په ځانګړو الوتنو کې کابل ته را لېږدول کېږي
author avatar
26 Mar 2020 - 11:34

کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٩): په هندوستان کې د افغانستان سفارت وايي چې له ځايي مسوولينو سره تر خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه چې هلته بند پاتې افغانان دې په پنځو ځانګړو الوتنو کې کابل ته ولېږدول شي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت سرپرست طاهر قادري د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې برخه کې د افغانستان د سفارت ترڅنګ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له هندي سفارت او بهرنيو چارو وزارت سره تفصيلي خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د دې اړيکو په پايله کې د هندوستان حکومت دا ومنله چې په دغه هېواد کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته تګ اجازه ورکړي.

قادري وايي چې دغه افغانان به د کام اير خصوصي هوايي شرکت په پنځو الوتنو کې له هنده افغانستان ته ولېږدول شي.

نوموړي په هند کې له بند پاتې شوو افغانانو غوښتي چې ژر تر ژره دې له ياد شرکت سره اړيکې ونيسي.

د هغه په وينا، دا الوتنې به د مارچ په ٢٦مه، ٢٨مه، ٣٠مه، د اپرېل په لومړۍ او په درېيمه نېټه ترسره شي.

د يادونې ده، هغه سلګونه افغانان چې هندوستان ته د درملنې، سوداګريزو راکړې ورکړې او چکر لپاره تللي وو، د کرونا ويروس له امله د هند له خوا له ټولې نړۍ سره د الوتنو بندولو له امله هلته بند پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.