فیض اباد (پژواک، ۷ وری ۹۹): په بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ۱۱ وسله وال مخالفین وژل شوي او د ملي اردو درې منسوبین ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني پژواک خبري ژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې وسله والو طالبانو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په مورچو ډله ییز بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۸ طالبان وژل شوي او د ملي اردو درې منسوبین ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه پنځه ساعته روانه وه.
هغه وویل: «همداراز د مایمي ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو ډله ییز برید د امنیتي ځواکونو په وسیله شاته وتمبول شو، چې په نتیجه کې یې ۳ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد پژواک ته وویل: «د جرم ولسوالۍ د خستک سیمې د تېرې شپې په برید کې یې طالبانو د یوې پوستې ۸ امنیتي سرتېري ژوندي نیولي او دوه نور یې وژلي، خو اوس مهال یو شهید او دوه ټپیان لري.»
هغه زیاته کړه: «په مایمې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د مرکز په ګډون د ولسوالۍ شاوخوا د طالبانو لاسه ته لوېدلي، موږ په دغه برید کې د دولت درې ام وي ټانګونه او پنځه دولتي سرتېرو نیولي او موږ ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن