ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپین بولدک لار له یوې ورځې پرانیستل کېدو وروسته لا هم تړلې ده

د سپین بولدک لار له یوې ورځې پرانیستل کېدو وروسته لا هم تړلې ده

author avatar
26 Mar 2020 - 16:15
د سپین بولدک لار له یوې ورځې پرانیستل کېدو وروسته لا هم تړلې ده
author avatar
26 Mar 2020 - 16:15

کندهار (پژواک، ۷ وری ۹۹): د سپین بولدک- چمن لار د وري په ۲مه یوازې په یو طرفه ډول د وارداتو لپاره پرانیستل شوه، خو له هغه وروسته لا هم تړلې ده.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې پاکستاني لوري دغه لار د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه، خپلې غاړې د ته د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو په پلمه وتړله.

خو دا دی درې اوونۍ کېږي چې له یوې ورځې لپاره له پرانیستل کېدو وروسته، بېرته دغه لار تړلې ده.

د لارې بندېدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته په سلګونو موټر خوراکي او غیر خوراکي توکي بند پاتې دي او د لارې د خلاصېدو په تمه دي.

په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو کمیسار ډګروال محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د وري په ۲مه یوازې د یوې ورځې لپاره لار پرانیستل شوه او ۹۵ موټر چې وریجې، سبزیجات او نور خوراکي توکي بار وو، افغانستان ته راواوښتل.

هغه زیاته کړه، تمه دا وه چې پاکستان به دغه لار پرانیستې پرېږدي خو له هغې ورځې وروسته یې بېرته وتړله.

دی وايي، په سپین بولدک او چمن کې سلګونه موټر بند پاتې دي او ټول د لارې د خلاصېدو په تمه دي.

کمیسار وویل: ((په چمن کې په سلګونو موټر چې خوراکي توکي، درمل او سبزیجات په کې بار دي بند پاتې دي، په ورته توګه په سپین بولدک کې هم شاوخوا زر موټر چې وچه مېوه او نور صادراتي توکي په کې بار دي، بند پاتې دي، په دې کې هغه ټانکران هم دي چې بهرنیو ځواکونو ته تېل راوړي او غواړي بیرته کراچي ته لاړ شي.))

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا درې اوونۍ کېږي چې پاکستان د کرونا وایرس د مخنیوي او خپلې غاړې ته د اړوند روغتیايي مرکز جوړولو په پلمه لار تړلې ده.

خو دی وايي، پاکستان اعلان کړی و چې دغه لار به یوازې د یوې اوونۍ لپاره تړي.

ده زیاته کړه، د لارې د بندېدو له امله هم سوداګر او هم عام خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

احمدي خبر ورکړ چې نن په کوېټه کې افغان جنرال کونسل چمن ته راځي، د سوداګریزو توکو او عامو مسافرو ارزونه کوي او هڅه کېږي چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت او د دواړو هېوادونو د لومړۍ درجه چارواکو له خوا ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.