ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د افغانستان بانک مدیر په وسله وال برید کې ټپي شوی

فاریاب کې د افغانستان بانک مدیر په وسله وال برید کې ټپي شوی

author avatar
26 Mar 2020 - 14:34
فاریاب کې د افغانستان بانک مدیر په وسله وال برید کې ټپي شوی
author avatar
26 Mar 2020 - 14:34

 

میمنه (پژواک، ۷ وری ۹۹): په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د میمنې ښار د افغانستان بانک مدیر په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

د یاد ولایت د پولیسو د دویمې حوزې امر محمد ناصر وصال فاریابي پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه، پنځه کسان د جوړو شوو کیلیانو په وسیله د میمنې ښار د افغانستان بانک د مدیر عزیزالله مرادي کور ته دننه شوي چې د هغه د تښتونې هوډ یې درلود؛ خو د هغه له مقاومت سره مخ شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د بانک مدیر له ډېر مقاومت وروسته چغې کړې، د کورنۍ غړي یې له خوبه ویښ شوي او تښتوونکو عزیزالله د چاقو په وسیله ټپي کړی دی.

د هغه په خبره: «کله چې تښتوونکو غوښتل له کوره تېښته وکړي، د عزیزالله د کورنۍ له خوا پرې ډزې کېږي او یو کس په کې وژل کېږي.»

نوموړي وویل چې له ډزو او چیغو وروسته سیمې ته پولیس ورسېدل او معلومه شوه چې وژل شوی کس د عزیزالله د خور مېړه دی.

د سرچینې په خبره، د وژل شوي کس له جېبه د عزیزالله د کور جوړې شوې کيلۍ د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د بانک د مدیر زوی ذبيح الله مرادي پژواک ته وویل چې د شپې یوه نیمه بجه یې کور ته پنځه مخ پټي کسان ننوتلي دي.

په لومړیو کې یې یو ورور چې په لومړي پوړ کې و، خوله یې ور سکاشټېپ کړه او په ستونې یې چاقو ورکېښود څو غږ ونه کړي؛ وروسته دويم پوړ ته د پلار اتاق ته یې ورغلي او شاوخوا ۱۵ دقیقې یې خبرې او کوښښ وکړ چې بې له کوم دلیله ورسره لاړ شي.

مرادي زیاته کړه: «تښتوونکو مې پلار ډېر وواهه، غالمغال شو، له خوبه ویښ شوو چې په دویم پوړ کې ګڼه ګوڼه ده، د پلار د کوټې خوا ته مو ورمنډه کړل، د کور د ننه څو فیرونه وشول. یو کس مې په مخ کې ولوېد او بل وتښتېد. کله مو چې د وژل وشي مخ پرې لوڅ کړ، ومو لیدل چې د پلار مو اوښی محمد دی.»

نوموړي زیاته کړه چې له دغه پېښې وروسته امنیتي ارګانونه ور ورسېدل، جسد او یو میل کلاشینکوف یې ورسره یوړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.