ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي له کرونا سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې

غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي له کرونا سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې

author avatar
27 Mar 2020 - 12:14
غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي له کرونا سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې
author avatar
27 Mar 2020 - 12:14

کابل (پژواک،٨ ورى٩٩): ولسمشر غني او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه ټيلېفوني خبرې وکړې.

له راګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې  ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

سرچينه وايي :((د دغې ټيلېفوني مکالمې په پیل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي زموږ د سیک وطنوالو پر ګرودوارې د پروني تروریستي برید په خاطر د تسلیت مراتب څرګند کړل. ))

نوموړي یو ځل بیا جمهوررئیس غني ته د بیا ځلې بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت رهبري له تروریزم سره مبارزه کوي، له کرونا ویروس سره مبارزه هم مهمه ده او د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له حکومت سره یو ځای کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې همکار دی.

  غني د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي څخه وغوښتل، دا چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی، ملګري ملتونه دې په وچه کې ایسارو هېوادونو لپاره اعلامیه صادره کړي چې دغو هېوادونو ته دې لازمې ترانزیټي اسانتیاوې برابرې شي چې اکمالات یې په درست ډول وشي.

په دغه ټيلېفوني اړیکه کې دواړو لوریو له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه هم خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وویل، له ایران څخه هره ورځ د زرګونو افغانانو راستنېدل چې د کرونا ویروس د خپرېدو لامل ګرځي، یوه لویه معضله ده او د ملګرو ملتونو سازمان په دغه برخه کې لازمې مرستې ترسره کوي. 

جمهوررئیس غني په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو مننه وکړه .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.