ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابينې په کابل کې د ګرځبنديز طرحه تصويب کړه

کابينې په کابل کې د ګرځبنديز طرحه تصويب کړه

author avatar
27 Mar 2020 - 14:29
کابينې په کابل کې د ګرځبنديز طرحه تصويب کړه
author avatar
27 Mar 2020 - 14:29

 کابل(پژواک،٨ ورى٩٩): د ولسمشر يوه سلاکار په کابل کې د کابينې له لوري د ګرځبنديز طرحې د تصويب خبر ورکړ.

 د ولسمشر سلاکار وحيد عمر په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې کابينې په کابل ښار کې په ګرځېدو راګرځېدو د بنديز طرحه تصويب کړې ده .

هغه زياته کړې چې ددې کار د مديريت لپاره يو کمېټه هم جوړه شوې او په دې اړه به نور جزييات وروسته په ډاګه شي.

له دې مخکې د کابل والي د ګرځبنديز لپاره د يوې طرحې د جوړېدو خبر ورکړى و، او ويلي يې و چې دغه طرحه يې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د ولسمشر دويم مرستيال ته سپارلې چې هغه يې کابينې ته وړاندې کړي.

 په دغه طرحه کې د اړينو ادارو او هټيو د پرانېستې او خدماتو د وړاندې کولو د مسوولو ادارو ترڅنګ، د حاجي کمپ سيمه، د پوليتخنيک، د استاد رباني، پوهنتون، د حبيبيې او نادرې لېسې او يو شمېر هوټلونه د کرونا واقعيو د پېښدو پرمهال د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړي شوي دي.  

 دغه راز د کرونا د ناروغۍ د مړينې له امله د مړيو شويو کسانو د جسدونو د دفن لپاره هم يوځانګړى ځاى په نظر کې نيول شوى او اوويا ګرځنده ډلې په کرونا د اخته کسانو د تشخيص لپاره روزل کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.