ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د زندانيانو د خلاصون په تړاو طالب پلاوي ته هر ډول اسانتياو برابروو

حکومت: د زندانيانو د خلاصون په تړاو طالب پلاوي ته هر ډول اسانتياو برابروو

author avatar
28 Mar 2020 - 15:52
حکومت: د زندانيانو د خلاصون په تړاو طالب پلاوي ته هر ډول اسانتياو برابروو
author avatar
28 Mar 2020 - 15:52

کابل (پژواک، ۹ وری، ۹۹): د ملي امنیت شورا وايي، تر اوسه طالبانو پر اوربند هوکړه نه ده کړې او د افغانانو پر وړاندې يې جګړه دوام لري، خو حکومت له پخوا د سولې لپاره ژمن و او د سولې لپاره افغان دولت پوره تیاری لري.

د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل نن په کابل کې خبريالانو ته وويل: "موږ له طالبانو سره خبرې کړې، هغوی دوه ګروپونه جوړ کړي، يو د سولې د لومړني تماس ګروپ دی او بل د زندانیانو د خلاصون ګروپ؛ له طالبانو موغوښتنه دا ده چې هغوی تاوتریخوالی کم کړي او اوربند وکړي."

دی زياتوي، تراوسه طالبانو د سولې د ټينګښت په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، پر افغانانو بريدونه کوي او په خپلو تاوتريخوالي کې يې کموالی نه دی راوستی.

د ده په وينا، د طالب زندانیانو د خلاصون په تړاو پلاوی تراوسه کابل ته نه دی راغلى او ټاکل شوې چې ډېر ژر به کابل ته راشي، خو هر کله چې دوی راشي، افغان حکومت به يې امنيت تامين کړي او ټول لوجيستکي تدابير به ورته ونيسي.

فيصل زياتوي: "هرکله چې د زندانيانو په تړاو خبرې وشوې، نو د ولسمشر د فرمان په ترڅ کې به طالب زندانیان د عمر، روغتيايي او د کرونا ويروس اسیب پذيرۍ ته په پام سل تنه خوشې کړي."

خو دی وايي: "زموږ توقع دا ده چې طالبان پروپاګند ونه کړي، منفي تبليغات ونه کړي، خشونت راکم کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او د افغانانو د وژنې پروسې ته د پای ټکی کېږدي؛ موږ هم ژمن يو چې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.