ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالب بنديانو پنځه زره کسيز نوملړ پژواک ترلاسه کړی دی

د طالب بنديانو پنځه زره کسيز نوملړ پژواک ترلاسه کړی دی

author avatar
28 Mar 2020 - 18:43
د طالب بنديانو پنځه زره کسيز نوملړ پژواک ترلاسه کړی دی
author avatar
28 Mar 2020 - 18:43

کابل (پژواک ۹ ورى ٩٩): پژواک اژانس د هغو پنځو زرو طالب بنديان هغه نوملړ ترلاسه کړى چې د سولې د بين الافغاني خبرو د پيلېدو لپاره يې افغان حکومت ته د هغوى د خلاصېدو د شرط په توګه وړاندې کړى دى.

د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې راوستلو) تړون د کب په ١٠مه، په قطر کې لاسليک شو. د دې تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابرېږي، خو تر دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشې او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

خو ولسمشر اشرف غني تر تړون يوه ورځ وروسته په ډاګه کړه چې د بنديانو د خوشې کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې. ده د بنديانو خوشې کول مشروط ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.

خو اوس يوې باوري سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالب بنديانو نوملړ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له خوا د افغانستان د ملي امنيت شورا ته سپارل شوى دى.

د طالبانو په دغه پنځه زره کسيز نوملړ کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، د هر بندي نوم، د پلار نوم، د نيکه نوم، ولايت، ولسوالي، محبس، بلاک او د نيول کېدو نېټه شامل دي.

په دغه لست کې د شاملو زياترو کسانو د نيول کېدو کال له ١٣٩٠ څخه راپدېخوا دى او ډېر کم يې داسې دى چې تردې کال مخکې نيول شوي دي او آن داسې کسان هم شته چې تازه په همدې وروستيو کې يې د نيول کېدو نېټه ليکل شوې ده.

د بېلګې په توګه، حضرت محمد، د میرزا محمد زوى، د ملنګ لمسى د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى ۱۳۳۸ نمبر بندي ښودل شوى چې په ۱۳۸۰ لمریز کال د جدي په ۱۱مه نيول شوى او د څرخي پله زندان په درېیم بلاک کې بندي دى. دغه راز، محمد نبي، د غلام دستګير زوى، د شمس الدین لمسى د غزني ولايت د رشیدان ولسوالۍ اوسېدونکى ۲۶۵ نمبر بندي ښودل شوى چې په ۱۳۸۲ لمریز کال د عقرب په ۲۳مه کې نيول شوى او د بګرام په زندان کې بندي دى.

تر ټولو تازه ښودل شوى بندي، عبدالغفار د فقیر لعل زوى، د یارمحمد لمسى د نیمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکى ۲۱۴۰ نمبر بندي ښودل شوى چې په ۱۳۹۸ لمریز کال د جدي په ۱۸مه نيول شوى او د بګرام زندان په توقیف خانه کې دى.

همدارنګه، احمدالله د عبدالباري زوى، د عبدالکریم لمسى د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکى ۲۹۵ نمبر بندي ښودل شوى چې په ۱۳۹۸ لمریز کال د قوس په ۲۳مه نيول شوى او د زابل د ملي امنیت په زندان کې بندي دى. دغه راز تازه ښودل شوى بندي چې څلور مياشتې مخکې نيول شوى، جنت ګل د جمعه خان زوى، د لوګر د مرکز اوسېدونکى او ٢٦/٨/١٣٩٨ يې د نيول کېدو نېټه ښودل شوې ده.

خو په لست کې د نيول کېدو په نېټو خال خال نيمګړتيا هم ليدل کېږي، لکه دا چې د ٣٩٠٧ نمبر بندي د نيول کېدو نېټه ١٥/٥/١٣٣٤ ښودل شوې (ښايي دا ١٤٣٤ قمري کال وي)، يا د وروستي پنځه زرم کس د نيول کېدو نېټه ٢١/٩/١٣٩٩ ښودل شوې ده (چې دا نېټه لا نه ده را رسېدلې).

په لست کې تر ټولو ډېر زندانیان د کندهار دي چې شمېر يې ۷۹۰ تنو تنه رسېږي، ورپسي د هلمند ولايت د زندانیانو شمېر ۶۸۰ تنه دي.

په دغه لست کې ننګرهار ۲۵۰، فراه ۲۳۱، هرات ۱۸۷، خوست ۱۷۸، وردګ ۱۷۱، لوګر ۱۶۹، کابل ۱۵۷، کندوز۱۵۰، غزني ۱۴۲، زابل ۱۳۱، پکتیا ۱۲۳، پکتیکا ۱۲۰، بادغيس ۱۱۹، اروزګان ۱۱۱، تخار ۱۰۶، فاریاب ۱۰۵، کونړ ۱۰۵، بغلان ۱۰۴، غور ۱۰۴، بلخ ۱۰۲ او لغمان ۱۰۰ زندانیان لري.

هغه ولایتونه چې له سلو کم زندانیان لري، دا دي: سرپل ۷۴، جوزجان ۷۰، کاپيسا ۶۷، بدخشان ۶۵، سمنګان ۵۷، نیمزوز ۳۱، دایکنډي ۲۲، نورستان ١٤ او پروان ۹ زندانیان لري.

د پنځو زرو په یاد لیست کې تر ټولو کم د پنجشېر او بامیانو د زندانیانو نومونه راغلي دي چې هر یو يې اته، اته زندانیان لري.

په یاد لیست کې ښودل شوې چې دغه ۵زره زندانیان د افغانستان په ۲۴ زندانونو، لکه ميدان وردګو، کندهار، غزني، هلمند، قلعه نو، چغچران، فراه، هرات، جلال اباد، کندوز، شبرغان، فارياب، خوست، بلخ، ګردېز، ښرنې، ایبک، کلات، لښکرګاه، دایکنډي او پلخمري، بادام باغ، بګرام او څرخي پله زندان کې ساتل کېږي، خو زياتره يې په بګرام او يا پلچرخي کې بنديان ښودل شوي دي.

له بلې خوا پرون په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين رسنيو ته ويلي و: ((اسلامي امارت يو ١٥ کسيز پلاوى ګومارلى چې د جمعې په ورځ به د سره صليب نړيوالې کمېټې په مرسته کابل ته ولاړ شي. د دغه پلاوي دنده تخنيکي ده او يواځې د بنديانو د خلاصون په اړه خبرې کوي، نه د بين الافغاني مذاکراتو په اړه.))

دغه پنځلس کسيز پلاوى دغه کسان دي: مولوي ضياءالدين واقف، عبدالحميد اخندزاده، حافظ عبدالقدير، مولوي عبدالظاهر نعمان، مولوي عبدالفتاح، ملا محمد ابراهيم مهاجر، مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده، قاري عبدالله، ملا عطامحمد، مولوي صديق الله خبيب، ملا عبدالله اخند، حافظ ذاکرالله، مولوي خان محمد نصرت، ذبيح الله او محمد نسيم.

خو د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل نن وويل، د طالب زندانیانو د خلاصون په تړاو پلاوی تراوسه کابل ته نه دی راغلى او ټاکل شوې چې ډېر ژر به کابل ته راشي، خو هر کله چې دوی راشي، افغان حکومت به يې امنيت تامين کړي او ټول لوجيستکي تدابير به ورته ونيسي.

فيصل زياتوي: “هرکله چې د زندانيانو په تړاو خبرې وشوې، نو د ولسمشر د فرمان په ترڅ کې به طالب زندانیان د عمر، روغتيايي او د کرونا ويروس اسیب پذيرۍ ته په پام سل تنه خوشې کړي.”

دغه راز په کابل کې د امریکا سفارت يو ديپلومات چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي، پژواک ته ويلي چې د حکومت د بنديانو لست هم له طالبانو سره شريک شوى دى.

خو وسله وال طالبان وايي، د افغان دولت له خوا دوی ته د بندیانو ورسپارل شوی ليست بشپړ نه دی او ځینې تېروتنې په کې دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د دې ډلې یوه وياند، بي بي سي ته ويلي، دوی ته د افغان حکومت له خوا د بندیانو د خوشې کولو په اړه ورکړل شوي ليست کې د یو شمېر داسې سرتېرو نومونه هم شته چې له داعش وسله والې ډلې سره په جګړه کې وژل شوي دي، د ځینو نورو بیا ادرسونه او بشپړ نومونه نه و مشخص شوي.

د طالبانو ویاند وايي، له افغان حکومته یې غوښتي چې خپل ليست مکمل کړي او بیا یې دوی ته وسپاري.

هېره دې نه وي، له دې مخکې هم د افغان حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ دوه ځلې د بنديانو خوشي کېدو په اړه د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې شوې دي.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.