ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: مذاکراتي تيم بايد د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه جوړ شي

طالبان: مذاکراتي تيم بايد د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه جوړ شي

author avatar
28 Mar 2020 - 17:41
طالبان: مذاکراتي تيم بايد د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه جوړ شي
author avatar
28 Mar 2020 - 17:41

کابل (پژواک ٩ ورى ٩٩): وسله والو طالبانو د حکومت له خوا د اعلان شوي مذاکراتي ټيم د غړو له ترکيب سره مخالفت وښود او وايي، دغه ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه جوړ شي، تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرون (د وري ٨مه) له طالبانو سره د سولې مذاکراتو پر مخ وړلو لپاره د ملي امنیت د مخکيني رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی وټاکه.

په دغه پلاوي کې فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېګ، فوزیه کوفي، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او امین احمدي شامل دي.

خو د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، څرنګه چې هېوادوال او نړیوال خبر دي اسلامي امارت د توافقنامې مطابق له موثرو افغان جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په وار وار امادګي ښودلی ده، خو تر اوسه پورې نورو جهتونو د مذاکراتو لپاره صلاحیت لرونکی، سوله غوښتونکی او د ټولو نماینده ټیم نه دی ټاکلی.

سرچينه زياتوي، اوس چې د افغانستان حکومت له لوري کوم ټیم اعلان شوی، دوى يې په اړه ملاحظات لري.

طالبانو د لومړۍ ملاحظې په توګه ويلي: "د اسلامي امارت له ابتداء څخه دا دریځ دی چې د کابل اداره په بین الافغاني مذاکراتو کې د نورو افغان جهتونو ترڅنګ د یوه افغاني جهت په توګه اشتراک کولی شي. دا چې اعلان شوی ټیم د کابل د ادارې له خوا معرفي کېږي، زموږ د اصولي دریځ او امریکا سره د شوې توافقنامې خلاف دی."

سرچينه کاږي، د دوى دويمه ملاحظه دا ده، د دې په خاطر چې یوې دایمي او رښتینې سولې ته ورسیږو، یاد ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه تشکیل شي تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي، خو اوس لیدل کېږي چې ډېری نور جهتونه په اعلان شوي ټیم راضي نه دي.

طالبان وايي، پورته ملاحظاتو ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا خپل دریځ واضح کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کې باید خنډونه ایجاد نه شي او نه هم د ټول هېواد موضوع یواځې یو ګروپ په لاس کي واخلي.

سرچينه زياتوي، دوى به له هغه مذاکراتي ټیم سره خبرو ته کښېني چې د شویو توافقاتو او وضع شویو معیارونو په بنسټ تشکیل شوی وي.

خو بايد وويل شي چې ناټو، امریکا او اروپایي اتحادیې تېره ورځ د افغانستان د حکومت له خوا طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی.

له بلې خوا په کابل کې نن د مدني ټولنو او ځوانانو استازو له دې ټيم سره مخالفت وښود او له حکومته يې وغوښتل چې پر هغه دې له سره غور وکړي؛ ځکه چې دغه پلاوی فرمایشي دی او د ځوانانو ونډه په کې کمه ده.

دغه راز پرون يوې حکومتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې د طالب بنديانو د خوشي کولو په موخه د طالبانو يو پلاوى سبا (نن) کابل ته راځي؛ خو د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل نن وويل، له وسله والو طالبانو سره د پلاوي د راتګ په موخه خبرې نه دي بشپړې شوې، نو پلاوى يې هم نن کابل ته نه راځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.