ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې تېرو دوو اوونيو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۵۰ کسان نيول شوي

ننګرهار کې تېرو دوو اوونيو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۵۰ کسان نيول شوي

author avatar
28 Mar 2020 - 16:25
ننګرهار کې تېرو دوو اوونيو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۵۰ کسان نيول شوي
author avatar
28 Mar 2020 - 16:25

جلال اباد (پژواک ۹ وری ۹۹):  د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونيو کې پوليسو د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۵۰ کسان نيولي چې ورڅخه يې نشه يي توکي، وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له لوري نيول شوي کسان، وسلې او مهمات د وري په ۹مه په رسنيز کنفرانس کې خبريالانو ته وښودل.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وويل، د دې ولايت امنيه قوماندانۍ پوليس توانېدلي چې تېرو دوو اوونيو کې د لسګونه ګډو او ځانګړو عملياتو پايله کې د بېلابېلو جنايي او تروريستي جرمونو په تړاو ۲۵۰ کسان ونيسي.

هغه زياته کړه، پوليسو په دغه موده کې له يادو کسانو څخه ۱۳۶۶ کيلوګرامه نشه يي توکي، يو موټر بم، په يو ريکشا کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي، اووه ميله وسلې او ۳۲ موټر هم تر لاسه کړي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنيه قوماندان ايمل نيازي ياد کنفرانس ته خبرو کې وويل، په نيولو شويو کسانو کې ۱۳۹ تنه د جنايي جرمونو، ۸ تنه د قتل، ۱۰ تنه د تروريزم، ۸۲ تنه نشه يي توکو قاچاق او يو تن د غصب په تړاو نيول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو څخه يې ۸۸۶۱ مرمۍ، يوه پيکا، څلور ميله تومانچې، دوه کلاشينکوفونه، ۱۰ ماينونه، ۱۷۴ متره ثانيه سوز لين، ۵۷ بوجۍ چاودېدونکي توکي او ۱۳۶۶ کيلو ګرامه نشه يي توکي تر لاسه کړي.

هغه دغه راز ننګرهار کې د کرونا ويروس د مخنيوي او نرخونو د کنټرول په اړه هم خبرې وکړې چې پر وينا يې ښار تر ۸۰ سلنه تړل شوی او يواځې خوراکي او درمل پلورنکو توکو هټۍ پرانيستې دي.

د ننګرهار والي هم د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د ولايتي ادارې د هڅو او چمتووالي په اړه معلومات وړاندې کړل او ټينګار يې وکړ، که ولس همکاري ونه کړي، نو ناشونې ده چې دې ولايت کې کرونا کنټرول شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي او له اړتيا پرته ونه ګرځي او دغه راز دې د کرونا د مشکوکو پېښو په ليدلو په بېړني شکل له روغتيايي مسوولينو او ډاکټرانو سره تماس وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.