ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې ۶ نویو مثبتو پيښو سره د کرونا ناروغانو شمیره ۱۱۶ ته ورسیده

په هرات کې ۶ نویو مثبتو پيښو سره د کرونا ناروغانو شمیره ۱۱۶ ته ورسیده

author avatar
28 Mar 2020 - 20:10
په هرات کې ۶ نویو مثبتو پيښو سره د کرونا ناروغانو شمیره ۱۱۶ ته ورسیده
author avatar
28 Mar 2020 - 20:10

هرات (پژواک، ۹ ورى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د کرونا شپږو نویو مثبتو پيښو سره په هېواد کې ددغو پېښو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت سلاکار داکټر وحيد الله مايار د وري په ۹ مه،  پژواک  اژانس ته وويل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات لابراتوارونو ته ۶۸ نمونې معایناتو لپاره راوړل شوي وو، چې شپږ یې مثبت او ۶۱ یې منفي وو.

هغه زیاته کړه چې په تازه مثبتو پيښو کې یې پنځه نارینه او یوه ښځینه ده.

دې نویو پيښو سره په هیواد کې د کرونا د ناروغانو شمیره د ناټو د څلورو سرتیرو په ګډون ۱۱۶ ته ورسیده چې ۸۴ یې یواځې په هرات دي.

تر اوسه په افغانستان کې له کرونا ناروغۍ درې کسان مړه او پنځه روغ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د په ۱۹۱هېوادونو کې دغه ناروغي خپره شوې او تر ۲۸  زره  زیات کسان ددې ناروغۍ له امله مړه او تر۶۰۰ زرو زیات پرې اخته شويدي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.