ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۶۰۰زره واوښت

په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۶۰۰زره واوښت

author avatar
28 Mar 2020 - 14:43
په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۶۰۰زره واوښت
author avatar
28 Mar 2020 - 14:43

 

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له شپږ سوه زرو اوښتی او نږدې ٢٨زره کسان يې مړه کړي دي.

د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندې ٦٠٠ زره کسان اخته شوي او نږدې ٢٨ زره کسان مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ١٣٠زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته شوي، هلته تر ننه پورې شاوخوا ١٠٥زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی او ١٧٠٠ کسان مړه شوي دي.

دغه راز په چين کې ٨٢زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او څه باندې ٣٢٠٠ کسان مړه شوي، په ايټاليا کې څه باندې ٨٦زره کسان اخته او تر نهه نيم زره ډېر کسان مړه شوي دي.

ورپسې په هسپانيا، جرمني او ايران کې هم زرګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته او له  دغو هېواونو په هر يوه کې تر ٢زره زيات مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم تر اوسه ١١٠ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، ٣ مړه او پنځه نور بېرته روغ شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان دا ناروغي نړيواله وبا اعلان کړې او له ټولو هېوادونو يې د جدي پاملرنې، مبارزې او وقايې غوښتنه کړې ده.

بلخوا ملګرو ملتونو هم پرون په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ پر ضد د ښې مبارزې لپاره د جګړې بندولو او اوربند غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.