ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​”که کابل ښاریان له کرځبندیزه سرغړونې ته دوام ورکړي، پولیس به مداخله وکړي”

​”که کابل ښاریان له کرځبندیزه سرغړونې ته دوام ورکړي، پولیس به مداخله وکړي”

author avatar
28 Mar 2020 - 15:01
​”که کابل ښاریان له کرځبندیزه سرغړونې ته دوام ورکړي، پولیس به مداخله وکړي”
author avatar
28 Mar 2020 - 15:01

کابل (پژواک، ۹ وری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، که چېرې د کابل خلک د ګرځېدو په برخه کې د کابينې له لوري پر تصويب شوې طرحې عمل ونه کړي، امنيتي ځواکونه به لاس پر کار شي.

کابينې پرون يوه طرحه تصويب کړه چې له مخې یې سره له ننه په کابل ښار او ولسواليو کې پر ګرځېدو او ځينو نورو برخو محدويتونه وضع شوي خو تر ډېره کابل ښاريانو دغه محدويتونه نه دي عملي کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د عامې روغتيا وزارت ویاند وحیدالله مایار د وري په نهمه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې خلک باید د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته وکړي او له خپلو کورونو بايد له اړتيا پرته بهر ونه وځي.

هغه زياتوي: ((که څه هم نن لومړۍ ورځ ده خو په نورو ورځو کې که خلک ګرځېدا کمه نه کړي، امنيتي ځواکونه به لاس په کار شي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له ٣٠ ولایتونو تر اوسه د کرونا ناورغۍ ۱۰۲۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې د ناتو د څلورو سرتېرو په ګډون ۱١٠ مثبتې دي چې پنځه تنه يې بېرته جوړ شوي هم دي.

هغه زیاته کړه چې له اړتیا سره سم به له ښوونځيو، مذهبي اماکنو او داسې نورو ځايونو د کرونا ناروغانو د قرنطين کولو لپاره ګټه واخيستل شي.

مایار زیاتوي، که چېرې د ناروغانو شمېر لوړ شي نو د روغتيايي کارکوونکو او همدارنګه د بسترونو شمېره به هم لوړه کړاى شي.

د یادونې ده، په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بايد و ويل شي چې په هېواد کې تر اوسه درېيو کسانو د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.