کابل (پژواک، ۹ وری ۹۹): د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفيرانو له ولسمشر غني سره په کتنه کې د افغانانو پر یووالي د ټینګار ترڅنګ ویلي، له کرونا ویروس سره د مبارزې او سولې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
هغوی زیاته کړې، له طالبانو سره د مذاکرې په دغه پړاو کې چې د کرونا ویروس وېره هم ده، افغانستان تر بل هر وخت يووالي ته اړتيا لري.
د ارګ په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازديګر په کابل کې استوګن د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو له سفيرانو سره وکتل او له کرونا ويروس سره د مبارزې، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو او له انتخاباتو وروسته د سياسي مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.
د کووید ۱۹ ناروغي (کرونا ویروس)
د کابل په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې تر اوسه د کرونا ویروس ۱۱۰ مثبت پېښې ثبت شوې دي؛ د دغو پېښو تر ټولې ډېرې (۶۸) په هرات کې ثبت شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير پيير مايوډين له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت اساسي کړنې وستايلې، وې ويل چې اروپایي ټولنه له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره همکارۍ ته چمتو ده.
ولسمشر غني، له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د جدي تدابيرو او د هغو د پايلو د کنټرول لکه د لومړنيو خوراکي توکو د بيو لوړوالي په اړه هم خبرې وکړې.
د جمهوري رياست دويم مرستيال سرور دانش د کرونا ويروس خپرېدو د مخنيوي او وقايې په اړه د حکومت برنامې تشريح کړې، وې ويل، اطلاع رسول، د اداري ساعتونو تنظيم، له روغتيايي کارکوونکو ځانګړی ملاتړ، د ولسمشر له لوري د يو شمېر زندانيانو عفوه، په کابل او هرات کې د ځانګړي بنديز وضع کول او د درېیو اوونيو لپاره د ادارو رخصتول په دغو برنامو کې شاملېږي.
په دې کتنه کې د اقتصادي او سوداګريزو چارو د پراختيا او بېوزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور رييس فوق العاده استازي محمد يوسف غضنفر له خصوصي سکتور سره په خپلو کتنو کې د خوراکي توکو بيو د کنټرول په اړه معلومات ورکړی وېیلی یې دی چې بانکي سکتور د همکارۍ ژمنه کړې او د ترانسپورټ سکتور به په بېړنيو حالاتو کې خوراکي توکي په ټاکلي وخت ولسواليو او کليو ته ورسوي او د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ به ګمرکونه ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.
سوله
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن