ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د موټر سايکل بم چاودنه شوې

author avatar
28 Mar 2020 - 15:50
author avatar
28 Mar 2020 - 15:50

پلخمري-کندوز (پژواک، ٩ ورى ٩٩): په بغلان کې د موټر سايکل بم چاودنې له امله يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي او په کندوز کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د وري په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د موټر سايکل بم چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((دغه کس غوښتل چې په امنيتي ځواکونو بريد وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې خپل موټر سايکل يې پرې چاودنه کړې ده.))

دى زياتوي، په دغې چاودنه کې خپل موټرسايکل چلوونکي وژل شوى او ورسره پر موټر سايکل سپور ماشوم سخت ټپي شوى دى.

بل لور ته د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملکي روغتون آمر ډاکټر عبيدالله پژواک ته وويل چې له دغې چاودنې يو جسد او د يوه ماشوم په ګډون دوه ټپيان دوى ته انتقال شوي دي.

نوموړى وايي، د ماشوم ټپونه ژور دى او روغتيايي وضعيت ښه نه دى.

د يادې چاودنې په اړه د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د کندوز په مرکز کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري پژواک ته وويل، نن سهار وسله والو طالبانو د ښار اړوند د دويمې حوزې په پل سفيد سيمه کې د ملي اردو پر يوه مرکز بريد وکړ.

د ده په خبره، په دغه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه تللي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.