ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د حکومت له خوا پر اعلان شوي مذاکراتي پلاوي دې له سره غور وشي”

“د حکومت له خوا پر اعلان شوي مذاکراتي پلاوي دې له سره غور وشي”

author avatar
28 Mar 2020 - 14:06
“د حکومت له خوا پر اعلان شوي مذاکراتي پلاوي دې له سره غور وشي”
author avatar
28 Mar 2020 - 14:06

کابل (پژواک، ۹ وری ۹۹): د مدني ټولنو او ځوانانو استازي وايي، حکومت دې د سولې خبرو لپاره پر جوړې شوې ډلې له سره غور وکړي؛ ځکه چې دغه پلاوی فرمایشي دی او د ځوانانو ونډه په کې کمه ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د وري په اوومه له طالبانو سره د سولې مذاکراتو پر مخ وړلو لپاره د ملي امنیت د مخکني ريیس معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی وټاکه.

په دغه پلاوي کې فاطمه گیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او امین احمدي شامل دي.

نن په کابل کې د ځوانانو د روڼ فکر ټولنې مشر رامین شفیع زاده یوې خبرې ناستې ته وویل، له طالبانو سره د خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی د سیاسي ګټو خوندیتوب لپاره جوړ شوی او حکومت دې پر دغه نوملړ بیا کتنه وکړي.

هغه وایي چې اوسنی نوملړ ورته د منلو نه دی.

دی وايي، دغه پلاوی باید له مدني ټولنو، ځوانانو او هغو کسانو غوره شوی وای چې جګړو ځپلي او د نوي نسل له غوښتنو خبر دي.

د  ټولنیزو چارو فعال سمیع الله عزیزي دغې ناستې ته وویل: "په دغه لېست کې موږ د ځوانانو ونډه کمه وینو، یو یا دوه ځوانان چې سیاسي ګوندونو او پلرونو یې معرفي کړي، د نوي نسل استازولي نه شي کولی؛ له حکومته غواړو چې پر دغه پلاوي بیا کتنه وکړي."

نننۍ ناستې ته د زرغون نسل سازمان ريیس شهرام رحماني د دې غونډې پرېکړه لیک ولوست.

په پرېکړه لیک کې راغلي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اعلان شوی پلاوی فرمایشي دی، هغه ځوانان په کې شامل شوې نه دي چې د سولې لپاره یې کلونه مبارزه کړې.

دی وایي، له همدې امله دغه نوملړ د منلو نه دی او باید بدلون په کې راشي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې، د تلپاتې سولې لپاره ځوانان معامله نه مني او په سوله کې د ټولو افغانانو په ځانګړې ډول د ځوانانو غوښتنې دې له پامله نه غورځول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.