ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو د غزني د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار ګمرک جوړ کړی”

“طالبانو د غزني د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار ګمرک جوړ کړی”

author avatar
28 Mar 2020 - 12:19
“طالبانو د غزني د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار ګمرک جوړ کړی”
author avatar
28 Mar 2020 - 12:19

غزني ښار (پژواک، ٩ ورى ٩٩): د غزني اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار پر لويه لار د مُقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګمرک جوړ کړى، له موټرو پيسې اخلي او پر کوم کس چې د دولتي مامور شک وکړي، له موټر يې ښکته کوي.

خو طالبان بيا وايي چې په دې سيمه کې يې ګمرک نه دى جوړ کړى، بلکې د دوى روغتيايي ډله په دغه ځاى کې ولاړه وي، څو د کرونا ويروس معلومولو لپاره خلک معاينه کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني- کندهار لويې لارې يوه موټر چلوونکي محمد شفيق د وري په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د اورکم له اوونۍ راهيسې د مُقر ولسوالۍ د لړمې په سيمه کې ګمرک جوړ کړى دى.

هغه وايي: ((زه کله کله کانټينري موټر هم راوړم، د هر موټر پر سر زر روپۍ اخلي، دوه ځلې يې له ما هم پيسې اخيستې دي او هر موټر ګوري څو دولتي مامورين پيدا کړي چې پر چا يې شک شي، له موټره ښکته کوي او له ځان سره يې بيايي.))

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د نوروز په ورځ کندهار ته تللى و او د لړمې په سيمه کې یې د طالبانو ګمرک وليد.

هغه زياتوي: ((له کندهاره چې بېرته راغلو، په همدې سيمه کې طالبانو زه او ملګري مې له موټره ښکته کړو، ښې ډېرې پوښتنې يې را نه وکړې، خو پيسې يې را نه، نه دي اخيستې خو له ځينو موټرو يې پيسې اخيستې.))

همدارنګه د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي سيدالله پژواک ته وويل چې تېر کال طالبانو يو ځل د دوى په ولسوالۍ کې هم ګمرک جوړ کړى و چې بيا هوايي بريد پرې وشو او له منځه ولاړه.

ده وويل: ((اوس چې هوايي بريدونه بند شوي او امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې ناست دي، نو طالبانو هم بې غمه خپل فعاليت کوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته غوښتنه وکړه چې د طالبانو د دغه ډول فعاليتونو مخه ونيسي؛ ځکه د خلکو د ځورونې لامل کېږي.

په ورته وخت کې د غزني د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول سمير احمد احمدي هم پژواک ته وويل چې طالبانو د لړمې په سيمه کې ګمرک جوړى کړى او له موټرو پيسې اخلي.

دى وايي: ((پخوا طالبانو د دې لارې په نورو سيمو کې هم راوتل خو دغه ځل يې د لړمې په سيمه کې ګمرک جوړ کړى، له موټرو پيسې اخلي او خلک هم ځوروي.))

ده وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه پر يوه پلان کار روان دى چې ډېر ژر به په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته جوړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.