ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې چاودنې يو ديني عالم او زوى يې ووژل

ننګرهار کې چاودنې يو ديني عالم او زوى يې ووژل

author avatar
28 Mar 2020 - 15:47
ننګرهار کې چاودنې يو ديني عالم او زوى يې ووژل
author avatar
28 Mar 2020 - 15:47

جلال اباد (پژواک ٩ وری ۹۹): چارواکي وايي، د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د يوه ديني عالم په ګډون څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په چاودنه کې ديني عالم او د هغه زوی وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه د لعلپورې ولسوالۍ په سربند سيمه کې د يوه ديني عالم په موټر چاودنه شوې ده.

دی وايي، چاودنه چې په الټو ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين له امله شوې، ديني عالم مولوي شيدا او زوی يې وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان دي.

ده زياته کړه، ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.