ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هند کې د بند پاتې افغانانو د رالېـږدولو لړۍ پيل شوه

په هند کې د بند پاتې افغانانو د رالېـږدولو لړۍ پيل شوه

author avatar
28 Mar 2020 - 13:25
په هند کې د بند پاتې افغانانو د رالېـږدولو لړۍ پيل شوه
author avatar
28 Mar 2020 - 13:25

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٩): د افغانستان سفارت د هڅو په پايله کې په هندوستان کې د بند پاتې زرګونو افغانانو د رالېږدولو لړۍ پيل شوه.

دا افغانان چې د درملنې، سوداګرۍ او نورو کارونو لپاره هند ته تللي وو، د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د ټول هند د قرنطين کېدو له امله هلته بند پاتې وو او له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ وو.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت شازدافير او سرپرست سفير طاهر قادري د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې د دوى سفارت او د هند ټولې ادارې تړلې دي، خو دوى بيا هم شپه او ورځ پرله پسې هڅې وکړې، څو د هند حکومت قانع کړي چې بند پاتې افغانانو ته د لېږدولو اجازه ورکړي.

نوموړي د هند له حکومته د مننې ترڅنګ وويل چې دا الوتنې د کام اير خصوصي هوايي شرکت له خوا نن پيل شوې او د اپرېل مياشتې تر پنځمې نېټې پورې په پنځو الوتنو کې تر ٢زرو ډېر کسان ولېږدول شي.

قادري وايي چې د سفارت په لګښت د مسافرينو د لېږدولو لپاره بسونه نيول شوي چې د نوي ډيلي ښار له بېلابېلو سيمو هغوى تر هوايي ډګره پورې رسول کېږي.

ده زياته کړه چې نن ٣٤٠ مسافر په لومړي پرواز کې کابل ته لېږدول کېږي او له سهار راهيسې  هوايي ډګر ته د هغوى د لېږدولو لړۍ پيل شوې ده.

هغه چې په خپله د نوي ډيلي په نړيوال هوايي ډګر کې و، وويل چې مسافر ټول هوايي ډګر ته رسېدلي او د ټکټونو پر پروسس کولو کې بوخت دي چې او له غرمې وروسته په درېيو بجو به يې الوتکه کابل پرواز ولري.

نوموړي هلته له بند پاتې افغانانو وغوښتل چې د ټکټونو او الوتنو لپاره د سفارت پر ځاى دې نېغ په نېغه له کام اير شرکت سره اړيکې ونيسي او هوايي ډګر ته د لېږدولو په موخه دې په ټاکل شوو سيمو کې و اوسي.

سرپرست افغان سفير وويل چې مسافرين دې د ډيلي کشمير پارک، ګوګل، مکس روغتون ته مخامخ او د کام اير شرکت ساحو ته پر ټاکلي وخت ځانونه ورسوي.

له دې مخکې هلته بند پاتې افغانانو شکايت کړى و چې پخوا يو طرفه ټکټ ١٥٠ ډالره و، خو اوس تر ٥٠٠ ډالره پورې رسېدلى دى.

خو د افغانستان سفارت وايي چې د ټکټونو بيه خپله شرکت پورې تړاو لري، دوى په کې مداخله نه شي کولى.

د ماليار نظامي په نوم يوه افغان چې هلته بند پاتې دى، پژواک ته وويل چې د ټکټونو په ترلاسه کولو کې ډېرې ستونزې دي او ممکن يو شمېر کسان له دې پروسې پاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.