ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا پوهنتون کې د آنلاين زده کړو سيسټم فعال شو

پکتيا پوهنتون کې د آنلاين زده کړو سيسټم فعال شو

author avatar
28 Mar 2020 - 16:21
پکتيا پوهنتون کې د آنلاين زده کړو سيسټم فعال شو
author avatar
28 Mar 2020 - 16:21

ګردېز (پژواک، ۹ ورى ۹۹): په پکتيا پوهنتون کې د انټرنټ په مټ د زده کړو سيسټم فعال شو چې د مسوولينو په خبره په انلاين او افلاين بڼه به محصلينو ته زده کړې وړاندې کوي.

دوی وايي، دا چاره يې د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه له طب پوهنځي پيل کړې او هڅه دا ده چې ټولو پوهنځيو او تحصيلي څانګو ته يې وغځوي.

د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي مشر ډاکټر محمدشريف فرقاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد پوهنځی ۷۲۵ محصلين لري چې تر دې دمه يې له پنځوس سلنه زيات د دې سيسټم تر پوښـښ لاندې راوستي او پاتې هغه به هم ژر په کې شامل شي.

دى زياتوي: ((موږ له محصلينو سره خپل معلومات او درسي مواد په دوه ډوله شريکولی شو، چې يو يې آنلاين شکل دی چې زه يې سکايپ د مثال په توګه يادولی شم او بل يې ډيجيټل لرنېنګ دی، چې موږ کولی شو په افلاين شکل هم محصلينو ته مواد ورسوو او د هغوی پوښتنې او کمېنټونه ځواب کړو.))

د ده په خبره، دغه چاره د ګوګل کلاس روم په مرسته د هر ټولګي محصلينو ته د ځانګړو انټرنټي ټولګيو جوړولو له لارې تر سره کوي، چې د اړوندې برخې محصلين په انلاين او افلاين بڼه درسي ويډيوګانې، ليکچرونه او نور مواد تر لاسه کولی شي.

فرقاني په دې برخه کې د مخابراتي شبکو په همکارۍ ټينګار کوي او له محصلينو غواړي د وخت له ضايع کېدو د مخنيوي او اړتيا سره سم په دې پروګرام کې فعاله برخه واخلي.

دى وايي: ((په نړۍ کې درسي ميتودونه اوس سټوډنټ سنټر لرنېنګ باندې دي، زموږ دا نوی سيسټم محصلينو ته دا فرصت ورکوي چې دوی په درس کې زياته او فعاله ونډه واخلي، استاد به صرف د رهنما په توګه په درس کې دخيل وي.))

محصلين ياد سيسټم ښه بولي، خو په ځينو سيمو کې د انټرنټي پوښـښ نه شتون، په ډېری هغو کې خورا کمزوری فعاليت او لوړې انټرنټي بيې د دې پروګرام لپاره لويې ننګونې بولي.

د دوی له ډلې د طب پوهنځي د درېيم ټولګي محصل محمد انور وايي: ((له حکومت او مخابراتي شبکو څخه مو دا تقاضا ده چې اوس خو حتما د انټرنټ سرعت ته پام وکړي، بيې کمې کړي او پوښـښ زياتولو ته يې کار وکړي؛ ځکه د قرنتين موضوع ده او څوک له کوره نه شي وتلی.))

د دغه پوهنځي د څلورم کال محصل رحمت الله هم د زده کړو انلاين سيسټم ګټور، د بريالي کېدو لپاره يې د ټولو اړوندو بنسټونو همکاري اړينه بولي او وايي، ياده چاره د وخت اړتيا ده چې په هره برخه کې ترې کار اخيستل کېدی شي.

رحمت پژواک ته وويل: ((د هر صنف لپاره خپل ګروپ جوړ شوی، که مثلا په صنف کې سل نفره دي، نو له هغې ډلې ۶۰ يا ۶۵ تر اوسه اډ شوي دي. دا ډېر مفيد سيسټم دی؛ ځکه چې وخت به نه ضايع کېږي او محصلين به په کورونو کې سلايډونو، درسي موادو او د استاد ويډيوګانو ته لاسرسی ولري.))

که څه هم ولسمشر غني شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د مخابراتي خدمتونو ښه کولو او د بيو کمولو حکم کړی و، خو تر دمه په دې برخه کې هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.