کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۹): د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا طالبانو ته ویلي چې په سوله او جګړه کې د خبرو لپاره څوک د خپل مخالف لوري پلاوی نه ټاکي.
د افغانستان حکومت دوه ورځې مخکې د ملي امنیت د پخواني مشر معصوم ستانکزي په مشرۍ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ چې پنځه په کې ښځې دي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا د وري په ۱۰مه په ټویټر کې طالبانو ته لیکلي چې په جګړو او سوله کې څوک خپل مخالفین نه ټاکي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې طالبانو د افغان حکومت له خوا اعلان شوي مرکچي پلاوی رد کړ او دا یې له امریکا سره د شوې موافقې خلاف وباله.
طالبانو ویلي چې دا ټولشموله پلاوی نه دی او بل دا چې دوی د افغان حکومت له پلاوي سره خبرې نه کوي.
د اروپايي اتحاديي ځانګړي استازي زیاته کړې: ((که چېرې څوک د خپلې مخالفې ډلې پر مذاکراتي ټیم اعتراض لري، نو بل لوری هم حق لري چې ستا پر ټیم اعتراض وکړي.))
هغه پر طالبانو نیوکه کړې چې د حکومت پلاوی ټولشموله نه بولي، نو د هغوی (طالبانو) پلاوی چېرته ټولشمول دی، ایا د طالبانو پلاوي کې ښځې شته؟
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د ټولشمول مرکچي پلاوي پر اعلانولو د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله ستاینه کړې چې طالبانو پر دغه پلاوي تحفظات څرګند کړي او رد کړی یې دی.
دغه راز د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د امریکا سفارت، ناټو، اروپایي اتحادیې او یو شمېر نورو هېوادونو د دغه لیست د اعلان هرکلی کړی دی.
بلخوا د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ټینګار کړی چې دغه مرکچي پلاوی یې له هر اړخیزو مشورو وروسته ټاکلی دی.
د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري پر ټويټر لیکلي چې له طالبانو سره د خبرو اترو یوازېنی لوری د افغانستان دولت دی او په وینا یې له همدې امله دولت د مرکچي پلاوي د ټاکنې واک لري.
هغې دغه راز پر طالبانو غږ کړی چې د خبرو اترو د مقابل لوري په داخلي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن