ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د زندان مسوولین: پنځه سوه بندیان خوشې کېږي

د هرات د زندان مسوولین: پنځه سوه بندیان خوشې کېږي

author avatar
29 Mar 2020 - 18:28
د هرات د زندان مسوولین: پنځه سوه بندیان خوشې کېږي
author avatar
29 Mar 2020 - 18:28

هرات (پژواک، ۱۰ وری ۹۹): په هرات کې د زندان مسوولین وایي چې له کرونا ویروس څخه د مخنیوي په موخه پنځه سوه بندیان خوشې کېږي.

د هرات د زندان مدیر میوند صمدي نن د یوشمېر دغو زندانیانو د خوشې کولو په مراسمو کې وویل چې دغه شمېر زندانیان د ولسمشر په فرمان او په زندان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له بنده خوشې کېږي.

د هرات زندان د مدیر په وینا، د دغه شمېر بندیانو د خوشې کولو بهیر له تېرې شپې پیل او تر دوو نورو ورځو به پنځه سوه بندیان ازاد شي.

نوموړي زیاته کړه چې تېره شپه ۱۴۴ کسان ازاد شول او پاتې نور به تر دوو نورو ورځو خوشي شي.

د هغه په خبره، په خوشي کېدونکو کسانو کې لس ښځې او ۸۰ ماشومان هم شامل دي.

هغه وویل: ((ټولو ازاد شوو بندیانو سپک جرمونه لکه ترافیکي پېښې او وسلې ګرځولې چې د زندان شاوخوا پنځه کاله وخت یې پاتې و.))

د زندان مدیر وايي: «د ولسمشر په فرمان موږ پنځه سوه بندیان خوشې کوو چې تېره شپه ۱۴۴ کسان ازاد شول او د پاتې نور کارونه هم روان دي چې ټولو سپک لکه غلا، ترافیکې پېښې او د وسلې ګرځولو جرمونه درلودل.»

یوه ازاد شوي زنداني حمیدالله پژواک ته وویل: «موږ خوښ یو چې نن ازاد شو او موږ له بندي کېدو درس واخیست او خلکو ته هم زما لارښونه دا ده چې خلاف کارونو ته مخه نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ ولسمشر غني د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه، په هېواد کې د بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ چې له مخې یې د ښځو، ماشومانو، لاعلاجه ناروغانو او له ۵۵ کلونو لوړو کسانو په ګډون د لسو ورځو په لړ کې، شاوخوا لس زره بندیان خوشې کېږي.

د یادونې ده چې د کورني او بهرني امنیت د جرمونو عاملین په دغه فرمان کې شامل نه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.