ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا له محبسه ازاد شوي زندانيان: د ځای تنګوالی لويه ستونزه او وېره ده

د پکتيا له محبسه ازاد شوي زندانيان: د ځای تنګوالی لويه ستونزه او وېره ده

author avatar
29 Mar 2020 - 18:32
د پکتيا له محبسه ازاد شوي زندانيان: د ځای تنګوالی لويه ستونزه او وېره ده
author avatar
29 Mar 2020 - 18:32

ګردېز (پژواک ١٠ ورى ٩٩): د سوېل ختيځ زون له مرکزي زندان څخه ازاد شوي لسګونه بنديان وايي، په زندان کې د ځای تنګوالی لويه ستونزه او په ساري ناروغيو د اخته کېدو وېره او شونتيا يې زياته کړې ده.

د ولسمشر غني د لومړۍ ګڼه فرمان پر بنسټ نن له دغه زندان څخه ۲۱ زندانيان ازاد شول او مسئولين وايي چې ښايي دغه شمېر تر سلو ورسيږي.

خلاص شوي زندانيان په دغه فرمان خوښ دي او وايي، په زندان کې ځينې داسې کسان هم د بند شپې، ورځې تېروي چې د مياشتو او آن دوو کلونو په تېرېدو يې لا محاکمه نه ده شوې.

د دوی له ډلې عادل ګل پژواک ته وويل: ((دلته ښه وخت تېر شو، د حکومت له خوا مو کوم تکليف نه دی ليدلی، خو اطاقونه ډېر تنګ دي، په لس نفري اطاق کې يې ۲۳ او ۲۴ کسان اچولي دي.))

يو نظامي خلاص شوی زنداني نصيب الله حميدي وايي، د زندانيانو زيات شمېر او د ځای د تنګوالي له امله زندانيان خورا ناارامه دي او له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ و.

ده وويل: ((موږ د ازادېدو په مسئله کې د واسطو او پيسو څه ونه ليدل، همدا اوس خبر شو چې فرمان کې راغلي يو او خلاص يې کړو.))

د قاسم په نوم بل زنداني پژواک ته وويل، پاتې زندانيان د کورونا ويروسي ناروغي په اړه په وېره کې  دي او هيله من دی چې د ورته فرمان پر اساس هغه زندانيان هم ازاد شي، چې لوی جرم يې نه وي کړی يا يې د بند کمه موده پاتې وي.

نوموړي زياته کړه: ((له ولسمشر څخه مننه کوو، خو زموږ پاتې وطنداران ډېر خفه وو چې څنګه به کېږو. له ولسمشر صيب څخه مو غوښتنه دا ده چې خير دی له انسان څخه سهوه کېږي، په لمانځه کې هم خطا وي، بيا به نه تکراريږي، هغوی دې هم خلاص کړي. دلته تر ټولو لوی مشکل د ځای تنګوالی و.))

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي، په دې فرمان کې د قتل، نشه يي توکو، مېرمنو سره د تاوتريخوالي او سياسي مجرمينو پرته او هغه زندانيان ازاديږي چې د بند موده يې له پنځو کلونو کمه، سپين ږيری يا په ناعلاجه ناروغي اخته وي.

ده پژواک ته وويل چې ډېر زندانيان به راتلونکو ورځو کې پرېښودل شي، چې ښايي شاوخوا سل تنه شي.

نوموړي زياته کړه: ((د جمهور رئيس له خوا د کورونا د مخنيوي لپاره دا کسان خوشې شول؛ ځکه زموږ په زندان کې کسان زيات دي او د دې مرض کنټرول هم سخت دی. په دې اړه مو اجراات شروع کړل.))

دمګړۍ په ياد زندان کې د اووه مېرمنو په ګډون شاوخوا شپږ سوه تنه بنديان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.