کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۹): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د ټولشمول مرکچي پلاوي د اعلانولو له امله د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله ستاینه کړې چې طالبانو پر دغه پلاوي نیوکه کړې او رد کړی یې دی.
د افغانستان حکومت دوه ورځې مخکې د ملي امنیت د پخواني مشر معصوم ستانکزي په مشرۍ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ چې پنځه په کې ښځې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو د وري په ۱۰مه په ټویټر کې د دغه لیست د اعلان د هرکلي ترڅنګ د طالب بندیانو خوشي کولو ته د افغان دولت ژمنتیا ستایلې ده.
هغه پر ولسمشر غني او عبدالله دا غږ هم کړی چې د ټولشمول حکومت جوړولو هڅو ته هم ژمنتیا وښيي.
پومپيو دا څرګندونې له هغه څو ساعته وروسته کړې چې طالبانو د حکومت له خوا اعلان شوی مرکچي پلاوی رد کړ او لامل یې وښود چې په وینا یې دغه مرکچي ډله د ټولو خواوو استازيتوب نه شي کولی.
خو له پومپیو وروسته د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د امریکا سفارت، ناټو، اروپایي اتحادیې او یو شمېر نورو هېوادونو د دغه لېست د اعلان هرکلی کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن