ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت او طالبانو د دریېم ځل لپاره پر بندیانو خبرې وکړې

افغان حکومت او طالبانو د دریېم ځل لپاره پر بندیانو خبرې وکړې

author avatar
29 Mar 2020 - 21:12
افغان حکومت او طالبانو د دریېم ځل لپاره پر بندیانو خبرې وکړې
author avatar
29 Mar 2020 - 21:12

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۹) د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې ددولت او طالبانو تخنیکي پلاوو د دریېم ځل لپاره د ویډیو کنفرانس له لارې د طالبانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د وري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددواړو لوریو تخنیکي ټیمونو نن د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا او قطر د استازو په شتون کې دا خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه، ډیر ژر به د طالبانو یو تخنیکي کابل د سره صلیب نړیوالې ادارې په همکارۍ کابل ته ته راشي او په بګرام کې به دافغان دولت په کوربه توب به د بندیانو پر خوشې کولو خبرې کوي.

د فیصل په وینا، دافغانستان حکومت به د طالبانو پلاوي ته د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي اقدامات ورکوي.

نوموړی وایي چې په دې خبرو کې دواړو لوریو پریکړه وکړه چې دطالبانو د پلاوي تر راتګ وروسته به نورې تخنیکي مشورې په افغانستان کې کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم دوه ځلې ددواړو لوریو ترمنځ دوه ځلې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې شوې وې، ټاکل شوې وه چې د طالبانو پلاوی د تیرې جمعې په ورځ کابل ته راشي، خو د ځینو ستونزو او اختلافاتو له امله دا سفر تر اوسه ځنډیدلی دی.

دامريکا او طالبانو تړون

د يادونې ده، چې دامريکا او طالبانو ترمنځ ( په افغانستان کې دسولې راوستلو) تړون  د روان لمريز کال د کب په ١٠مه، په قطر کې لاسليک شو.

ددې تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابريږي، خو تر دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشې او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

خو ولسمشر اشرف غني تر تړون يوه ورځ وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې د بنديانو د خوشې کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې.

نوموړي د بنديانو خوشې کول مشروط ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.

خو څو ورځې مخکې ولسمشر د يو فرمان له مخې، د بنديانو خوشې کولو حکم وکړ، خو دا يې هم له زماني قيد سره مشروط کړل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.