د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان سفارت: په ایران کې د غیررسمی ارقامو له مخې۵۰ افغان کډوال له کرونا مړه شوي

افغان سفارت: په ایران کې د غیررسمی ارقامو له مخې۵۰ افغان کډوال له کرونا مړه شوي

Mar 29, 2020 - 21:36

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۸) : په ایران کې د افغانستان سفیر وایي چې په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د غیر رسمي ارقامو له مخې ۵۰ تنه افغان کډوال مړه شوي دي.

افغان سفیر عبدالغفور لیوال د وري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ایران ورسره رسمي ارقام نه دي شریک کړي، خو ددوی د سفارت د کډوالو څانګې د کډوالو له استازو سره په غیر رسمي توګه معلومات ترلاسه کړي چې له مخې یې شاوخوا ۵۰ تنه افغان کډوال د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

ده زیاته کړه، چې دغه شمیره چې د کډوالو اتشې ترلاسه کړې، غیر رسمي او غیر  مستند دي،  خو بیا هم دوی په دې هڅو کې دي، چې له ایران حکومت څخه رسمي ارقام ترلاسه کړي.

تر دې مخکې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، چې په ایران کې ۱۶ تنه افغان کډوال له کرونا ناروغۍ مړه شوي دي.

په ایران کې هم د کرونا ناروغي په تیزۍ سره خپریږي، تر اوسه په دغه هیواد کې تر ۳۸ زرو ډیر کسان اخته شوي دي او تر ۲۶۰۰ زیات مړه دي.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره  پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ نږدې ۷۰۰ زره کسان اخته شوي او ۳۲ زره کسان مړه شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking