ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

author avatar
29 Mar 2020 - 14:55
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
author avatar
29 Mar 2020 - 14:55

جلال اباد (پژواک، ۱۰ وری ۹۹): د ننګرهار ولايت عامې روغتيا رياست نوې ودانۍ چې د ښار جوړونې وزارت له لوري د ۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې< د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د يادې ودانۍ د پرانيستو په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيرزو، د دغه ولايت د عامې روغتيا رییس ډاکتر نصيراحمد دراني او نورو ځایي مسوولینو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي وايي چې د عامې روغتيا رياست  نوې ودانۍ د ښار جوړونې وزارت له لوري د دوو کلونو په موده کې په ۳۹ ميلیونه افغانيو مالي لګښت جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه ياده ودانۍ چې په څلورو پوړونو کې جوړه شوې دوه دېرش اداري او نور خونې لري او ورسره نور ضروري ملحقات جوړ شوي چې ورسره به د دغه ریاست شته ستونزې حل شي.

د يادونې ده، له دې وړاندې د عامې روغتيا رياست په کرايي انګړ کې فعاليت کوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.