ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: حکومت دې د خلکو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وکړي

شنونکي: حکومت دې د خلکو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وکړي

author avatar
29 Mar 2020 - 16:09
شنونکي: حکومت دې د خلکو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وکړي
author avatar
29 Mar 2020 - 16:09

کابل (پژواک، ١٠وری۹۹):د چارو یو شمېر شنونکي وايي چې حکومت باید په هغو سیمو کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په کې محدودیتونه وضع کېږي مالیات کم کړي او د دوکانونو او استوګنې د کورونو په کرایه یې تخفیف په نظر کې ونيسي.

د کوید ۱۹ ناروغي یا کرونا ویروس د نړۍ ۲۰۱ هېوادونو ته رسېدلی. د راپورونو له مخې په ټوله نړې کې له ۶۰۰ زرو ډېر کسان پر دې ناورغۍ اخته دي. له دې ډلې ۱۳۷ زره کسان بېرته جوړ شوي او له ۲۸ زره کسان یې وژلي دي. په افغانستان کې تر اوسه ۱۱۷ کسان پر دې ناروغۍ اخته دي چې له دې ډلې پنځه بېرته جوړ او درې ناروغان یې مړه کړي دي.

افغان حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ښوونیز مرکزونه، هوټلونه، حمامونه، د خوراکي توکو  او درمل پلورنځیو پرته په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، نیمروز، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې ټول مارکېټونه او دوکانونه تړلي او هغه دولتي کارکوونکي يې رخصت کړي چې کار ته یې جدي اړتیا نه وي. په همدې ترتیب حکومت ټینګار کوي چې په ښارونو کې دې تګ او راتګ محدود شي او د هغو موټرونو د تګ راتګ مخه دې ونیول شي چې له څلورو ډېر کسان انتقالوي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې یاد محدودیتونه په پام کې نه نیسي.

په ورته وخت کې ځینې خلک په ځانګړې توګه لاسي پلورونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي چې نه شي کولای په کور کې پاتې شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون پژواک ته وویل، په نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه قرنطین بریالی دی، خو په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت ته له پاملرنې پرته قرنطین اعلان او له قهریه قوې استفاده شوې ده.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې تر ۴۵ سلنه ډېر خلک د فقر له کرښې په ټيټ وضعیت کې ژوند کوي او که یوه ورځ له کوره بهر نه شي د شپې وږي پاتې کېږي.

نوموړي زیاته کړه: ((بېوزله خلکو ته مهمه نه ده چې د کرونا له امله مړه کېږي یا له لوږې، دوی د یوې مړۍ ډوډۍ د پیداکولو لپاره له کوره وځي، داسې کسان هم شته چې د ښار له کثافت دانیو ځان ته د شپې ډوډۍ برابروي.))

 دده په خبره، تمه نه لري چې حکومت دې بېوزله خلکو ته د نورو هېوادونو په څېر د نغدو پیسو زمینه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي، خو لږ تر لږه دې بېوزله خلکو ته وچه ډوډۍ ووېشي.

سیحون وویل، حکومت باید له خپلې شخصي بودیجې د ښار په کچه خلک وپېژني او خوراکي توکې ورته وویشي، څو د قرنطین په ورځو کې له کوره وتلو ته مجبور نه شي.

هغه زیاته کړه: ((افغانستان تر ټولو کم علمه او ماتې خوړلی هېواد دی چې زیانمنو کسانو ته يې پاملرنه نه کوي خو هیله لري چې ښارونه دې قرنطین شي.))

هغه وویل، د توکو بیې د دوکانونو په تړلو، زور او فرمانونو نه ټيټېږي او حکومت باید د بیو د کنټرول لپاره هېواد ته د توکو د وارېداتو او رقابت لپاره زمینه برابره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.