د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"طالبان دې د حکومت له خوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي ټيم سره خبرې وکړي"

"طالبان دې د حکومت له خوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي ټيم سره خبرې وکړي"

Mar 29, 2020 - 16:48

مزارشريف (پژواک، ۱۰ورى ۹۹): د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان له طالبانو غواړي چې د افغان حکومت له خوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي ټيم سره دې خبرې وکړي.

دوی چې د وري په ۱۰مه، مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، همدا راز يې په هېواد دننه له سياسي څېرو او ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چې خپل شخصي اختلافات دې يوې خواته کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت دوه ورځې مخکې (د وري ٨مه) له طالبانو سره د سولې مذاکراتو پر مخ وړلو لپاره د ملي امنیت د مخکيني رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی وټاکه.

په دغه پلاوي کې فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بېګ، فوزیه کوفي، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او امین احمدي شامل دي.

خو وسله والو طالبانو پرون د حکومت له خوا د اعلان شوي مذاکراتي ټيم د غړو له ترکيب سره مخالفت وښود او وايي، دغه ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه جوړ شي، تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حکومت خپل ښه نيت ښکاره کړ او د سولې خبرو پيلېدو لپاره يې پلاوی اعلان کړ.

هغه زياته کړه، تر ډېره هڅه شوې چې دغه پلاوی ټول شموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.

د ده په وينا، اوس بايد طالبان له خپلو پلمو څخه تېر شي او د حکومت له خوا اعلان شوي پلاوي سره د سولې مذاکرات پيل کړي.

حديد وويل: (( افغانان تمه لري چې نور دا روان جنګ ختم شي، د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره له خبرو پرته بله هېڅ لار نشته؛ نو ښه به دا وي چې بين الافغاني مذاکرات پيل شي)).

هغه همدا راز د سولې له مذاکراتي ټيم څخه هم غوښتنه  وکړه چې د افغانانو سم استازيتوب دې وکړي.

د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مشر حميد صفوت پژواک ته وويل، د افغان حکومت له لوري اعلان شوی پلاوی مناسب او د سولې خبرو لومړي پړاو پيلېدو لپاره مهم دی.

نوموړي وويل، دغه پلاوی حق نه لري چې د افغانانو د فردي ازاديو، د اساسي قانون د دويم فصل او همدا راز د تېرو دوو لسيزو پر لاسته راوړنو له طالبانو سره معامله وکړي.

صفوت زياتوي، افغانان نه غواړي يو ځل بيا د کورنيو جګړو پخواني حالت ته وګرځي.

قومي مشر او د بلخ د سولې شورا پخواني رييس بازمحمد غريب يار بيا په خپلو خبرو کې پر حکومت غږ وکړ چې د سولې لپاره د يوې اجماع جوړېدو په خاطر خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

هغه همدا راز پر افغان سياسيونو او ګوندونو هم غږ وکړ چې خپل شخصي اختلافات يوې څنډې ته کړي او د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه دې په اساسي ډول ګټه پورته کړي.

د ده په خبره، جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او ټول اړخونه بايد د سولې راتلو لپاره په مشترک ډول کار وکړي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan