پل علم (پژواک، ١٠ ورى ٩٩): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په مرکز پل علم کې يو مدني فعال او ليکوال پر ډزو وژلى دى.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام ناپېژاندو وسله والو د مرکز پل علم په سوېلي دروازه کې پر مدني فعال او ليکوال قدرت الله ستانکزي بريد کړى دى.
هغه وايي: ((ډېر تکړه مدني فعال او ليکوال و، په بريد کې لومړى ټپي شوى و خو نن يې بيا په روغتون کې ساه ورکړې ده.))
ده وويل چې د نوموړي د وژل کېدو په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.
دغه راز بل مدني فعال خوشحال ستانکزي پژواک ته وويل چې قدرت الله ستانکزي له هېچا سره شخصي دښمنې نه درلوده.
ده زياته کړه: ((ډېر تکړه ليکوال و، يواځې يې په مدني حرکتونو کې ونډه اخيسته او له چا سره دښمنې نه درلوده، خو نه پوهېږم چا او ولې يې وژلى دى؟))
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، له دې وړاندې په لوګر او نورو ولايتونو کې هم مدني فعالان د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوي خو بيا د کلونو په تېرېدو سره يې قاتلين هم نه دي نيول شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن