ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وحید عمر: طالبان باید نورې پلمې ونه کړي، خپل پلاوی دې معرفي کړي

وحید عمر: طالبان باید نورې پلمې ونه کړي، خپل پلاوی دې معرفي کړي

author avatar
29 Mar 2020 - 14:26
وحید عمر: طالبان باید نورې پلمې ونه کړي، خپل پلاوی دې معرفي کړي
author avatar
29 Mar 2020 - 14:26

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۹): حکومتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان بايد نورې پلمې ونه لټوي، هر څه ژر بايد خپل پلاوى معرفي کړي څو بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

دغه څرګندونې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د وري په ۱۰مه په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.

ده وویل چې د حکومت له لوري په معرفي شوي پلاوي کې د خلکو د استازو او سياسي ګوندونو نظرونه اخيستل شوي او ټولشموله دى.

ده زیاته کړه چې د حکومت دغه پلاوی به د یو متحد افغانستان په استازیتوب په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.

عمر ټينګار وکړ چې وسله وال طالبان هم بايد پلمې ونه لټوي او هر څه ژر بايد خپل مذاکراتي پلاوى معرفي کړي.

نوموړی وايي: ((موږ هېڅکله دا نه دي ویلي چې د طالبانو له خوا چې هیئت جوړېږي څنګه دې وي، دوى هم بايد دغه ډول څرګندونې ونه کړي.))

د هغه په وينا، هر وخت چې وسله والو طالبانو خپل مذاکراتي پلاوى معرفي کړ، نو هماغه مهال به نېغ په نېغه بين الافغاني مذاکرات هم پيل شي.

دی وايي: ((موږ د طالبانو پر هیئت نیوکې نه لرو، یو با صلاحیت هیئت دې وټاکي، موږ یو باصلاحیت پلاوی ټاکلی دی.))

هغه د طالبانو د بنديانو ازادولو په اړه وويل چې د طالبانو له لوري د ښه نيت په ښودلو او د دواړو لورو له خوا د مذاکراتو په پيلېدو سره به د زندانيانو د ازادولو لړۍ هم پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت څو ورځې وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړى دى.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دغه پلاوي هرکلی کړى دى.

خو طالبانو بيا د حکومت له خوا د اعلان شوي مذاکراتي ټيم د غړو له ترکيب سره مخالفت ښودلى او ويلي يې دي چې دغه ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه جوړ شي، تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.