ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټوله نړۍ کې له کرونا ناروغۍ ۳۱زره کسان مړه شوي

ټوله نړۍ کې له کرونا ناروغۍ ۳۱زره کسان مړه شوي

author avatar
29 Mar 2020 - 11:22
ټوله نړۍ کې له کرونا ناروغۍ ۳۱زره کسان مړه شوي
author avatar
29 Mar 2020 - 11:22

کابل (پژواک، ۱۰ ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا له ناروغۍ د مړو شوو شمېر ۳۱زرو ته رسېدلی چې یواځې لس زره یې په ایټالیا کې مړه شوي دي.

د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره  پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ ۶۶۰زره کسان اخته شوي او ۳۱زره کسان مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ۱۴۰زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته شوي، هلته تر ننه پورې شاوخوا ۱۲۳زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی او۲۲۰۰ کسان مړه شوي دي.

دغه راز په چين کې  ٨٢زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او څه باندې ٣٢٠٠ کسان مړه شوي، په ايټاليا کې څه باندې ۹۲زره کسان اخته او تر لسو زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

ورپسې په هسپانيا، جرمني او ايران کې هم زرګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته او له  دغو هېواونو په هر يوه کې تر ٢زره زيات مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم تر اوسه ۱۱۷ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، ٣ مړه او پنځه نور بېرته روغ شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان دا ناروغي نړيواله وبا اعلان کړې او له ټولو هېوادونو يې د جدي پاملرنې، مبارزې او وقايې غوښتنه کړې ده.

بلخوا ملګرو ملتونو هم پرون په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ پر ضد د ښې مبارزې لپاره د جګړې بندولو او اوربند غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.