کابل(پژواک، ۱۰ وری ۹۹): دعامې روغتيا وزارت وايي چې په هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کې د کرونا ۲۵ نویو پيښو ثبتیدو سره یې ټوله شمیره ۱۴۵ تنو ته ورسیدله.
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحیدالله مايار د وري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ۲۴ ساعتونو کې له بیلا بیلو ولایتونو ۴۰ شکمنې نمونې د کابل مرکزي لابراتوارونو او ۶۰ نور د هرات ولایت لابراتوارته راوړل شوې وې.
هغه ز یاته کړه، چې له دې څخه ۲۵ یې مثبتې وې، چې ۲۲ هرات دوه مثبتې پيښې کابل او یړه په بدخشان ولايت کې ثبت شوي دي.
ده وويل چې بخشان ولايت کې پر کرونا ناورغۍ اخته کسونا له ايران څخه راغلی دی.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه په هېواد کې د ناټو سرتېرو په ګډون ۱۴۵مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې تر ټولو ډېرې ۸۶ یې په هرات ولايت کې دي.
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ نږدې ۷۰۰ زره کسان اخته شوي او ۳۲ زره کسان مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ۱۴۰ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته شوي، هلته تر ننه پورې شاوخوا ۱۲۳ زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی او۲۲۰۰کسان مړه شوي دي.
دغه راز په چين کې ٨٢زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او څه باندې ٣٢٠٠ کسان مړه شوي، په ايټاليا کې څه باندې ۹۲ زره کسان اخته او تر لسو زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
ورپسې په هسپانيا، جرمني او ايران کې هم زرګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته او له دغو هېواونو په هر يوه کې تر ٢زره زيات مړه شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن