کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): د جرمني د هیسي ولایت د مالیې وزیر د کرونا له ویروس څخه د رامنځته شوو اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د دغه هېواد رسنیو خبر ورکړی چې د تهامس شیفر جسد د جرمني د فرانکفورټ ښار اړوند د هوشیم په سیمه کې د اورګاډي له لیکې سره موندل شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي چې لومړی د دغه وزیر جسد ونه پېژندل شو ځکه چې ډېر ټپونه یې درلودل، خو کله چې یې روغتون ته یووړ، هلته بیا وپېژندل شو چې د مالیې وزیر دی.
سرچینو زیاته کړې چې هغه له ځانوژنې مخکې یو لیک هم پرېیښی دی چې په کې یې د دغه کار لاملونه په ډاګه کړي دي.
د هیسي ولایت سرچینو ویلي چې ۵۴ کلن وزیر به ډېری مهال د خلکو منځ ورته، د کرونا ناروغۍ او له هغې د رامنځته شوو ټولنیزو او مالي ستونزو په اړه یې خبرې ورسره کولې.
هغه چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د یاد ولایت د مالیې وزیر و، ویل کېږي چې په دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ له امله سخت اندېښمن و او د خلکو ستونزو ته یې رسېدنه نه شوه کولی.
د یادونې ده، د نورې نړۍ ترڅنګ کرونا ویروس جرمني هم سخت ځپلی دی، تر اوسه په جرمني کې شاوخوا ۶۵زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او تر پنځو سوو ډېر مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن