کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۹) د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د پخوانۍ نېټې له اعلان سره سم د طالبانو بندیان سبا د وري په ۱۲مه نه خوشي کېږي.
له دې مخکې ټاکل شوې وه چې دغه بندیان د مارچ په ۳۱مه (د وري ۱۲مه) خوشي شي او افغان حکومت ویلي وو چې په لومړي پړاو کې به سل طالب بندیان خوشي کېږي.
خو د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي چې په یاده نېټه دا بندیان نه خوشي کېږي او تر نامعلومې مودې پورې يې پروسه ځنډېدلې ده.
هغه د وري په ۱۱مه پژواک اژانس ته وویل چې پرون د دواړو لورو ترمنځ په دریېم ویډیو کنفرانس کې پرېکړه وشوه چې د طالبانو یو پلاوی افغانستان ته راځي.
د فیصل په وینا، د بندیانو خوشي کولو په تړاو نورې تخنیکي خبرې به په افغانستان کې کېږي.
ده زیاته کړه، ډېر ژر به د طالبانو یو تخنیکي پلاوی د سره صلیب نړیوالې ادارې په همکارۍ کابل ته ته راشي او په بګرام کې به د افغان دولت په کوربه توب د بندیانو پر خوشي کولو خبرې کوي.
د فیصل په وینا، افغان حکومت به د طالبانو پلاوي لپاره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي اقدامات کوي.
نوموړی وایي چې په دې خبرو کې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د طالبانو د پلاوي له راتګ وروسته به نورې تخنیکي مشورې په افغانستان کې کوي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم دوه ځلې د دواړو لورو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې شوې وې، ټاکل شوې وه چې د طالبانو پلاوی د تېرې جمعې په ورځ کابل ته راشي، خو د ځینو ستونزو او اختلافاتو له امله دغه سفر تر اوسه ځنډېدلی دی.
د امريکا او طالبانو تړون
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن