ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي

زابل کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي

author avatar
30 Mar 2020 - 11:09
زابل کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي
author avatar
30 Mar 2020 - 11:09

کلات (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): د ملي دفاع وزارت وایي چې په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال  ویاند فواد امان د وري په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بریدونه تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې شوي.

د زابل  د والي ویاند ګل اسلام سیال پژواک اژانس ته د یادو بریدونو د تایید ترڅنګ وویل چې د ملي اردو د شپږو سرتېرو پر وژل کېدو سربېره ګڼو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا یوې بلې سرچینې وویل چې د ملي اردو په پوستو کې د طالبانو نفوذي کس په دغو بریدونو کې مرسته کړې او تر اتو زیات سرتېري يې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، د روان لمریز کال په لومړۍ ورځ د زابل په مرکز کې د یوه نفوذي کس په مرسته طالبانو تر ۲۵ پورې سرتېري ووژل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.