کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۹) : د ولسمشر اشرف غني د فرمان له لارې، محمد شاکر کارګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.
له ارګ څخه د وري په ۱۱مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم پر اساس، د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام دفتر عمومي رئیس په توګه د محمد شاکر کارګر ټاکل کېدل منظور کړل.
سرچینې زیاته کړې، محمد شاکر کارګر د هیواد پېژندل شوې څېره ده، په افغانستان کې د سیاست او حکومتولۍ په برخه کې ډېره کاري سابقه لري.
نوموړي په تېر کې د لنډمهاله ادارې د مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د اوبو او برېښنا وزیر، په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي، په اذربایجان کې سفیر او د ولسمشر د ځانګړي استازي او په ګډو ګټو هیوادونو کې د ولسمشرد ځانګړي استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن