ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيول شوی

هرات کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيول شوی

author avatar
30 Mar 2020 - 11:05
هرات کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيول شوی
author avatar
30 Mar 2020 - 11:05

کابل (پژاوک، ١١ ورى ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې په هرات ولايت کې له ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او ترلاسه شوى دى.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د وري په ١١مه د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه وايي: ((د پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات د غوریان ولسوالۍ په "کنګ" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې له ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاوېدونکو توکو ډک بار وړونکی موټر کشف او ترلاسه کړى دى.))

خبرپاڼه کې راغلي، یاد چاودېدونکي توکي امونیم نایټرېټ دي چې طالبان ترې د ماينونو په جوړولو او د نورو بريدونو په ترسره کولو کې ګټه اخلي.

سرچينه زياتوي، د دغه موټر په کشف سره پولیسو په هرات کې د ګڼو خونړیو پېښو مخه نيولې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.