ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې یو کس له طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی

پروان کې یو کس له طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی

author avatar
30 Mar 2020 - 11:35
پروان کې یو کس له طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی
author avatar
30 Mar 2020 - 11:35

 

چاریکار (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): امنیتي ځواکونو د پروان په شینوارو ولسوالۍ  کې یو کس د دولت له وسله والو مخالفینو سره د لاس لرلو په تور نیولی، بلخوا د یاد ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې د ماین چاودنې مخه نیول شوې ده.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد سلیم نوري وویل چې امنیتي ځواکونو د شینوارو ولسوالۍ په دره نمک اب سیمه کې د اخترګل په نوم یو کس نیولی دی.

د هغه په خبره، اخترګل د طالبانو ډلې غړیتوب لري او د دولت پر ضد یې فعالیت کاوه.

همداراز نوري وایي چې په طالبانو پورې یوې تړلې ډلې د یا ولایت د سیدخېل ولسوالۍ په انچوی کلي کې د سړک غاړې د چاودېدونکو توکو ډکه ۱۶ لېتره بشکه ځای پر ځای کړې وه، خو د پولیسو له خوا کشف او له منځه یوړل شوه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.