د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې طالبانو د کرونا ناروغانو لپاره روغتیايي چمتووالی نیولی

بغلان کې طالبانو د کرونا ناروغانو لپاره روغتیايي چمتووالی نیولی

Mar 30, 2020 - 11:43

پلخمري (پژواک، ١١ ورى ٩٩): طالبانو د بغلان په دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسواليو کې د کرونا ناروغانو د قرنطين کولو لپاره دوه روغتيايي مرکزونه چمتو کړي دي.

په بغلان کې د طالبانو د روغتيايي څانګې مسوول قاري خالد د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره دوى جدي هلې ځلې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه: ((د همدې ناروغۍ د ناروغانو د قرنطين لپاره موږ په دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوه روغتيايي مرکزونه چمتو کړي دي.))

ده وويل چې په تېرو څو ورځو کې طالبانو د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي او ترڅنګ يې په ځينو سيمو کې ماسکونه او دستکش هم وېشلي دي.

خالد زياتوي: ((موږ خلکو ته ويلي چې په کور کې پاتې شي او که چېرې خبر شوئ چې کوم کس له ايران څخه راغلى نو ژر دې موږ ته خبر راکړي ترڅو چک يې کړو که چيرې څه ستونزه ولري چې د قرنطين لپاره يې اقدام وکړو.))

په بغلان کې يو بل طالب مولوي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې کرونا ناروغي ټوکې بلل لوى جهالت دى.

ده زياته کړه: ((دغه ناروغي وبا ده، د الهي ناروغيو په اړه عادي فکر کول لويه ګناه ده او هغه کسان چې دغه ناروغي ټوکې ګڼي خداى به يې په همدې ناروغۍ اخته کړي.))

همدارنګه د دهنه غوري ولسوالۍ د ښکته کلي اوسيدونکي عبدالعزيز پژواک ته وويل چې د کرونا ناروغۍ په اړه يې له وسله والو طالبانو څخه معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي.

هغه وايي: ((په دغو بستو کې د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه معلومات ورکړل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې عمل پرې وکړي.))

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د والي وياند نذير نجم پژواک ته وويل چې له کرونا ويروس سره مبارزه د ټولو افغانانو ګډه دنده ده.

هغه زياته کړه: ((حکومت له یادې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره له ټول افغان ولس څخه د مرستې غوښتنه کړې چې طالبان هم د ولس یوه برخه ده بنآ هر هغه کار چې د خلکو په ګټه وي خلک او حکومت یې ستایي.))

د يادونې ده، تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ويروس له زرو ډېر شکمنې پېښې ثبت شوې چې ١٤٥ يې مثبت دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan