ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي

تخار کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
30 Mar 2020 - 13:56
تخار کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
30 Mar 2020 - 13:56

تالقان (پژواک، ١١ ورى ٩٩): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ د امنيې قوماندان پر کور ډله ييز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٤ امنيتي سرتېري او يو ملکي وګړى وژل شوي او شپږ نور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دغه بريد کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

هغه زياته کړه: ((جګړې دوه ساعته دوام کړى، امنيه قوماندان ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې او د مرستندويه ځواکونو په رسېدو سره طالبان له سيمې تښتېدلي دي.))

دغه راز د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب هم ياده جګړه تاييد کړه او ويې ويل چې جګړه شپې ناوخته پيل شوه او څو ساعته يې دوام وکړ.

ده زياته کړه: ((په دې وروستيو کې جګړه بيخي د ولسوالۍ بازار ته رسيدلې که جدي توجه ونه شي دغه ولسوالۍ به سقوط کوي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، خواجه غار د تخار ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ده چې څلور کاله وړاندې يو ځل وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره نيولې هم وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.