د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د طالب بندیان خوشي کول وځنډېدل

د طالب بندیان خوشي کول وځنډېدل

Mar 30, 2020 - 13:38

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۹) د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د پخوانۍ نېټې له اعلان سره سم د طالبانو بندیان سبا د وري په ۱۲مه نه خوشي کېږي.

له دې مخکې ټاکل شوې وه چې دغه بندیان د مارچ په ۳۱مه (د وري ۱۲مه) خوشي شي او افغان حکومت ویلي وو چې په لومړي پړاو کې به سل طالب بندیان خوشي کېږي.

خو د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي چې په یاده نېټه دا بندیان نه خوشي کېږي او تر نامعلومې مودې پورې يې پروسه ځنډېدلې ده.

هغه د وري په ۱۱مه پژواک اژانس ته وویل چې پرون د دواړو لورو ترمنځ په دریېم ویډیو کنفرانس کې پرېکړه وشوه چې د طالبانو یو پلاوی افغانستان ته راځي.

د فیصل په وینا، د بندیانو خوشي کولو په تړاو نورې تخنیکي خبرې به په افغانستان کې کېږي.

ده  زیاته کړه، ډېر ژر به د طالبانو یو تخنیکي پلاوی د سره صلیب نړیوالې ادارې په همکارۍ کابل ته ته راشي او په بګرام کې به د افغان دولت په کوربه توب د بندیانو پر خوشي کولو خبرې کوي.

د فیصل په وینا، افغان حکومت به د طالبانو پلاوي لپاره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي اقدامات کوي.

نوموړی وایي چې په دې خبرو کې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د طالبانو د پلاوي له راتګ وروسته به نورې تخنیکي مشورې په افغانستان کې کوي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم دوه ځلې د دواړو لورو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې شوې وې، ټاکل شوې وه چې د طالبانو پلاوی د تېرې جمعې په ورځ کابل ته راشي، خو د ځینو ستونزو او اختلافاتو له امله دغه سفر تر اوسه ځنډېدلی دی.

د امريکا او طالبانو تړون

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې راوستلو) تړون  د روان لمريز کال د کب په ١٠مه په قطر کې لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابرېږي، خو له دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشي او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

خو ولسمشر اشرف غني له تړون يوه ورځ وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې د بنديانو خوشي کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې.

نوموړي د بنديانو خوشي کول مشروط ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.

خو څو ورځې مخکې ولسمشر د يو فرمان له مخې، د بنديانو خوشي کولو حکم وکړ، خو دا يې هم له زماني قيد سره مشروط کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking