د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا د تشخیص ظرفیت لوړوي

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا د تشخیص ظرفیت لوړوي

Mar 30, 2020 - 14:30

کابل (پژواک، ١١ ورى ٩٩): د عامې روغتيا وزير وايي، يوه مياشت وروسته دوى کولاى شي چې په ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ د دوه زره شکمنو پېښو سمپلونه چک او پايلې يې له خلکو سره شريکې کړي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په کابل کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د  کرونا ناروغۍ د ازمویلو په موخه د یوه نوي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

فېروز وویل، دوى کوښښ کوي چې په لومړي سر کې د کرونا ناروغانو د چک کولو ظرفيت زرو ته لوړ کړي خو يوه مياشت وروسته به دغه شمېره دوه زرو ته لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د عامې روغتيا وزارت په لابراتوارونو کې په ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ٣٥٠ سمپلونه چک کېږي.

د وزير د معلوماتو له مخې، دا مهال په کابل کې په هرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ سل شکمنې پېښې ازمايل کېږي خو په درېيو شفټونو کې دغه کچه به هم درېيو سوو ته لوړه شي.

د هغه په وينا، په هرو ٢٤ ساعتونو کې د هرات په لابراتوار کې د ١٥٠ او د ننګرهار په لابراتوار کې هم د کرونا ويروس د سلو شکمنو کسانو معاينات ترسره کېږي.

ده زياته کړه: ((په دغه نوي مرکز کې به هم هره ورځ سل شکمنې پېښې ازمايل کېږي خو که اړتيا پېښه شي دغه مرکز د درېيو سوو کسانو د سمپلونو چک کولو وړتيا هم لري.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې به هم د کرونا ناروغۍ د شکمنو پېښو د چک کولو مرکزونه پرانيستل شي.

دی وايي: ((د کرونا ويروس تر اوسه په هېواد کې ډېر جدي نه دى، خو خلک بايد جدي همکاري وکړي څو دغه ناروغي جدي نه شي.))

د یادونې ده، په افغانستان کې تر اوسه ١٤٥ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی خو پنځه يې بيا بېرته ښه شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking